لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنیسټي انټرنېشنل: پاکستان دې سمدستي هندوانو ته په اسلام اباد کې د مندر جوړېدو اجازه ورکړي


واشنګټن ـــــ د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د هندوانو د یوه نوي مندر جوړېدو په دې هېواد کې بحثونه پیل کړي او ځینو اسلامي مذهبي مشرانو او سیاسي ګوندونو ورسره مخالفت څرګند کړی چې له کبله یې د مندر د جوړېدو کار بیرته درول شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان پر پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې هندوانو ته د مندر جوړېدو اجازه ورکړي. په لندن کې موجود د بشري حقونو دې نړیوال تنظیم ایمنیسټي انټرنېشنل د جولای په 7مه په یو ټویټ کې لیکلي:

"د پاکستان په آیین او نړیوالو ذمه واریو کې دا ضمانت ورکړل شوی چې [په دې هېواد کې] هر څوک د مذهب او عقیدې د ازادۍ حق لري، د هندوانو د مندر جوړېدو کار درول د عقیدوي تعصب یو بې جوازه عمل دی چې سمدستي باید بیرته کار ورباندې پیل شي".

د رپوټونو له مخې د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند حکومت په 2017م کال کې هندوانو ته د اسلام اباد په ایچ-9 برخه کې مځکه ورکړې وه، چې دوی به ورباندې د خپل لومړي مندر تر څنګ شمشان ګاټ [سوځنتون]، د ټولنې هال، د خلکو د اوسېدو ځای او پارکنګ هم جوړاوه.

له واکمن تحریک انصاف ګوند سره تړاو لرونکي د بشري حقونو پارلماني سیکرټري لال چند ملهي د تېر جون میاشتې پر 23مه د دې مندر جوړېدو د بنسټ ډبره ایښې وه، ښاغلي ملهي وي او اې ته ویلي وو چې د پیسو د نشتوالي له کبله د دې مندر کار ځنډېدلی وو.

د وزیراعظم عمران خان د تحریک انصاف ګوند حکومت په روان کال کې د شري کرشنا په نوم د دې مندر جوړېدو لپاره د سل میلینه (۱۰ کروړه) روپیو منظوري ورکړې وه، خو ځینو مذهبي مشرانو او سیاستوالو یې کلک مخالفت وکړ، چې په هغوی کې د حکومت اتحادي مسلم لیګ ق ګوند هم شامل دی.

پر مندر د روان کار د درېدو لپاره په اسلام اباد کې یو وکیل چودري تنویر ایډوکېټ اسلام اباد هایکورټ ته درخواست ورکړی وو، خو اسلام اباد هایکورټ په دې اړه خپل فیصله محفوظه کړې ده.

تېره اوونۍ د پاکستان تعمیراتي کمپنۍ سي ډي اې په اسلام اباد کې د مندر د چاردیوالۍ کار له دې کبله و دراوه چې وایي د ودانۍ منظور شوی پلان یې نه درلود. دې کمپنۍ دا کار وروسته له هغه و دراوه چې ځینو توندروه کسانو پخپل سر د مندر نیم جوړ شوی دېوال و نړاوه.

په اسلام اباد کې له مندر جوړېدو سره د مذهبي او سیاسي اړخونو تر مخالفت وروسته وزیراعظم عمران خان تېره شکشنبه- اتوار د مذهبي چارو وزارت ته امر کړی، چې دا موضوع د هېواد اسلامي نظریاتي کونسل ته وړاندې کړي او د هغوی تر نظر وروسته دا پرېکړه وکړي چې آیا حکومت یې د ریاست په پیسو مندر جوړولای شي که نه.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان په شاوخوا 21 کروړه ابادي کې اته میلینه د هندوانو دی چې ویل کېږي په هغوی کې درې زره یې په پایتخت اسلام اباد کې ژوند کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG