لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار: د پوليس مرکز مخې ته په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه درې پوليس وژل شوي


د افغانستان د جنوبي ولايت کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د پوليس د مرکز مخې ته په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه درې پوليس وژل شوي او د 14 پورې کسان ژوبل شوي چې پکې عام ملکي وګړي هم شامل دي.

د افغان رسنيو ترمخه د کندهار د والي وياند بهير احمد ويلي، ځانمرګي نن د شورو/ چهارشنبې په سهار وختي د پوليس مرکز مخې ته د موټر بم د لارې ځانمرګی بريد کړی دی.

د راپورونو ترمخه د شاولیکوټ ولسوالۍ د پوليس مرکز د ګورنر د ماڼۍ سره څنګ ته دی.

د طلوع نيوز ترمخه بهير احمد ويلي، دوی ته د وړاندې نه د ممکنه بريد خبر وه ځکه امنيتي سرتيري چمتو ؤ او ځانمرګی یې هدف ته د رسېدو وړاندې په نخښه کړی خو هغه ځان ته چاؤدنه ورکړې ده.

د برید زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

راپورونه وايي د افغانستان په غزني کې هم د ده يک ولسوالۍ د پوليس مشر په چاؤدنه کې وژل شوی دی.

د ځايي ميډيا ترمخه پوليس مشر حبيب الله هغه ځای ته روان ؤ چرته چې د پوليس د طالبانو سره نښته روانه وه په سړک ښخ بم پرې چاؤدلی او پکې وژل شوی دی.

پرون د نهې/ سه شنبې په سهار په ننګرهار کې هم د پوليس کاروان د موټر بم د لارې ځانمرګي په هدف کړی چې پکې د پوليس مشر په ګډون ټول اووه پوليس سرتيري وژل شوي وو.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي د پېښې په اړه ويلي ؤ چې دغه بريد په خېوه ولسوالۍ کې شوی او پوليس مشر ميرزمان پکې سره د نورو پولیس وژل شوی ؤ، په بريد کې د 11 تنو د ژوبلېدو هم ويل شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG