لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان: کرونا وایرس نور 65 تنه مړه کړي، په 2752 نورو کسانو کې د کرونا پخلی شوی
تازه خبر

پاکستان: کرونا وایرس نور 65 تنه مړه کړي، په 2752 نورو کسانو کې د کرونا پخلی شوی


په پاکستان کې د کرونا وايرس پېښې مخ په سېوا کېدو روانې دي او د تازه شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې نور 65 کسان د کرونا وايرس له امله مړه شوي دي.

د نورو 65 کسانو د مړه کېدو سره په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړينو ټوله شمېره 5123 ته رسېدلې ده.

ويل شوي په تېرو 24 ساعتونو کې د کرونا وايرس د مالومولو دپاره 23زره569 معاينې، ټېسټونه شوي چې پکې په 2752 کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا وايرس وهلو شمېره دوه لکه، 46زره 351 ته رسېدلې ده.

خو ورسره ويل شوي په دغو کسانو کې يو لک 53زره134 ښه شوي هم دي.

په ملک کې په کرونا وايرس 2156 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

په پاکستان کې د کرونا وايرس نه تراوسه پورې تر ټولو زيات مړي په پنجاب صوبه کې شوي چې شمېره يې 1985 ده.

په دوېم نمبر سند صوبه ده چرته چې 1713 کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي دي.

کرونا وایرس په خېبرپښتونخوا کې 1074، په اسلام اباد کې 147، په بلوچستان کې 126 کسان کرونا وايرس مړه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG