لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د دیني‌ عالمانو کونسل په اسلام اباد کې د هندوانو د مندر جوړېدو ملاتړ کړی


واشنګټن ـــــ په پاکستان کې د ديني عالمانو تنظیم پاکستان علما کونسل په اسلام اباد کې د هندو لږکيو دپاره د مندر د جوړښت ملاتړ کړی او غوښتنه کوي چې د هېواد په دستور کې مذهبي لږکیو ته ورکړل شوي حقونه باید باوري جوړ کړل شي.

د پاکستان علما کونسل چېرمېن مولانا طاهر اشرفي وایي د مندر د جوړښت په کشاله به خپل شرعي دريځ اسلامى نظرياتي کونسل ته وړاندې کوي. د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې نوموړي د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل:

"موږ د مندر پر جوړېدو د اختلاف غندنه کوو، کوم توندروه ملایان چې دا [لانجمن] کوي ښه نه کوي. د پاکستان د عالمانو کونسل به په دې اړه غونډه را غواړي او اسلامي نظریاتي کونسل ته به هم خپل دریځ وړاندې کوي".

پاکستان علما کونسل په اسلام اباد کې د مندر د جوړولو د هڅو ملاتړ په داسې حال کې اعلان کړی چې حکومت د ځنې سخت دریځه مذهبي او سياسي ډلو د مخالفت وروسته د مندر د جوړېدو کار درولی او دا مسئله یې اسلامي نظریاتي کونسل ته لېږلې ده.

د بشري حقونو نړیوال تنظیم اېمنسټي انټرنېشنل په مندر کار ودرول يوه معتصبانه فېصله بللې او د پاکستان له حکومته غواړي چې زر تر زره ورباندې بیرته کار پېل کړي.

مولانا طاهر اشرفي له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، د پاکستان آیین چې هندوانو ته کوم حق ورکړل هغه باید ورکړل شي:

"په شریعت او د پاکستان په آیین کې غیرمسلمانانو ته هم دا حق ورکړل شوی چې باید د خپل عبادت ځای او خپل ژوند خپلې عقیدې او کلتور ته وقف کړي، څوک چې د دې مخالفت کوي هغوی د شریعت ناسم تفسیر کوي".

د رپوټونو له مخې د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند حکومت په 2017م کال کې هندوانو ته د اسلام اباد په ایچ-9 برخه کې مځکه ورکړې وه، چې دوی به ورباندې د خپل لومړي مندر تر څنګ شمشان ګاټ [سوځنتون]، د ټولنې هال، د خلکو د اوسېدو ځای او پارکنګ هم جوړاوه.

له واکمن تحریک انصاف ګوند سره تړاو لرونکي د بشري حقونو پارلماني سیکرټري لال چند ملهي د تېر جون میاشتې پر 23مه د دې مندر جوړېدو د بنسټ ډبره ایښې وه، ښاغلي ملهي وي او اې ته ویلي وو چې د پیسو د نشتوالي له کبله د دې مندر کار ځنډېدلی وو.

د وزیراعظم عمران خان د تحریک انصاف ګوند حکومت په روان کال کې د شري کرشنا په نوم د دې مندر جوړېدو لپاره د سل میلینه (۱۰ کروړه) روپیو منظوري ورکړې وه، خو ځینو مذهبي مشرانو او سیاستوالو یې کلک مخالفت وکړ، چې په هغوی کې د حکومت اتحادي مسلم لیګ ق ګوند هم شامل دی.

پر مندر د روان کار د درېدو لپاره په اسلام اباد کې یو وکیل چودري تنویر ایډوکېټ اسلام اباد هایکورټ ته درخواست ورکړی وو، خو اسلام اباد هایکورټ په دې اړه خپل فیصله محفوظه کړې ده.

په اسلام اباد کې له مندر جوړېدو سره د مذهبي او سیاسي اړخونو تر مخالفت وروسته وزیراعظم عمران خان تېره شکشنبه- اتوار د مذهبي چارو وزارت ته امر کړی، چې دا موضوع د هېواد اسلامي نظریاتي کونسل ته وړاندې کړي او د هغوی تر نظر وروسته دا پرېکړه وکړي چې آیا حکومت یې د ریاست په پیسو مندر جوړولای شي که نه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG