لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان کې دکرونا وایرس ۲۱۶۵تازه پېښې ثبت شوي،۶۷نور کسان مړه
تازه خبر

پاکستان کې دکرونا وایرس ۲۱۶۵تازه پېښې ثبت شوي،۶۷نور کسان مړه


پاکستان کې په کرونا وایرس دڅار دمرکز شمیرې ښایي چې په دغه هیواد کې د تیر یو شواروز په مهال دکرونا وایرس ۲۱۶۵تازه پېښې ثبت شوي اؤ ۶۷کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

دا مهال پاکستان کې په کرونا وایرس د اخته ناروغانو شمیره دوه لکه ،۵۵زره اؤ ۷۶۹ته اؤ په دې وایرس دمړو شوؤ کسانو شمیره ۵۳۸۶ ته رسېدلې ده.

په کرونا وایرس دڅار دمرکز دشمیرو له مخې ته اوسه سندهـ صوبه کې یو لک ،۷۷۷۳،پنجاب کې ۸۸زره اؤ ۴۵،خیبر پښتونخوا کې ۳۲زره اؤ یو،اسلام اباد کې ۱۴زره اؤ ۳۱۵،بلوچستان کې ۱۱زره اؤ ۲۳۹،ګلګت بلتستان کې یو۱۷۰۸ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۶۸۸ کسان په کرونا وایرس اخته شوي.

همدا شان تر اوسه پنجاب کې ۲۰۴۳،سندهـ کې ۱۸۶۳،خیبر پښتونخوا کې ۱۰۱۴،اسلام اباد کې ۱۵۵،بلوچستان کې ۱۲۷،دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۴۶ اؤ ګلګت بلتستان کې ۳۸ کسان په کرونا وایرس مړه شوي دي.

شمیرې په ډاګه کوي چې تر اوسه یو لک اؤ۷۲۸۱۰کسان له دې ناروغۍ بیرته جوړ شوي هم دي اؤ دا مهال ۷۷زره اؤ ۵۷۳کسان په کرونا وایرس اخته دي چې دې کې د ۲۰۷۸کسانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل کیږي.

دخېبر پښتونخوا اوسنی وضعیت

په خېبرپښتونخوا کې د روغتیا محکمه وایي چې په جولايي مياشت کې د کرونا دمعايناتو شمېره کې تر ډیره حده کمی راغلی دی.

د صحت محکمې ترمخه معايناتو کې دا کمی په داسې وخت کې راغلی کله چې په ټوله خېبرپښتونخوا کې دقرنطين مرکزونه ختم کړی شو او بله دا چې اوس خلک ټيسټونو کولو د پاره روغتونونو ته نه ځي.

د حکومتي شمېرو ترمخه، په جولايي مياشت کې هم تر اوسه پورې ۲۲،۴۷۱ معاينات ترسره شوي دي.

د حکومتي شمېرو ترمخه، په جون مياشت کې هره ورځ لږ تر لږه ۱۵ کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي دي او په ټوله مياشت کې ۲۲۰ نه زيات کسان مړه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG