لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د دوؤ جېنکو خپلو کې واده، ناوې محمکې ته ویلي خاوند یې سړی دی اؤ دهغې ترې خېټه ده


ناوې محکمې ته ویلي چې دهغې خاوند مخکې ښځه وه، ولی اوس په بشپړ ډول سړی دی اؤ دهغې ترې په ګیډه ماشوم هم دی.

دخیبر پښتونخوا صوبې ترڅنګ دپیندۍ په ټیکسلا سیمه کې دیو واده کیسه وروسته له هغې محکمې ته ورسیده چې دجینۍ کورنۍ دریځ خپل کړو چې د واده زلمی په اصل کې هلک نه بلکې پېغله ده خو په چل یې دهلک په نوم دجینۍ سره واده کړی دی.

خو ناوې محکمې ته ویلي چې دهغې خاوند مخکې ښځه وه، ولی اوس په بشپړ ډول سړی دی اؤ دهغې ترې په ګیډه ماشوم هم دی.

دپاکستاني مطبوعاتو د راپورونو له مخې په ټیکسلا سیمه کې داکاش نومې ځلمي اؤ نیها علي نومې پېغلې دا واده سږکال په ۲۰مه فرورۍ په ضلعي محکمه کې شوی ؤ خو وروسته د جینۍ پلار سید امجد دلاهور ایالتي محکمې ته عریضه وکړه چې اکاش هلک نه بلکې جینۍ ده چې خپل نوم یې عاصمه دی اؤ‌ دهغه دلور نیها علی داسکول استاذه ده.

دغه دواړه ښځه اؤ خاوند چې پاکستاني مطبوعات یې دواړه ښځې بولي نن په پیندۍ کې دایالتي محکمې څانګې ته دپولیسو په سخته بدرګه کې وړاندې کړل شوي وؤ چې دغلته اکاش یا عاصمه محکمې ته منلې چې هغه مخکې جینۍ وه خو وایي اوس ترې هلک جوړ شوی دی.

اکاش ویلي هغه په یو اسکول کې استاذي کوي او په قدرتي توګه ترې سړی جوړ شوی چې له هغې وروسته یې د نیها علي سره دهغې په خوښه واده کړی.

هغه ویلي چې دهغه څخه دسړي جوړیدو ټول طبي رپورټونه په لاس کې لري اؤ‌ اوس په بشپړ ډول د یو سړي په څېر ژوند کوي.

اکاش ویلي مخکې کله چې هغه جینۍ وه نو نوم یې عاصمه بي بي ؤ خو چې هلک شو نو خپل نوم یې په اکاش واړولو اؤ شناختي کارډ یې هم جوړ کړو.

هغه محکمې ته ویلي ترور یې غوښتل خپله لور ورته واده کړي خو چې کورنۍ یې له دغې رشتې انکار وکړو نو دهغه د رسوا کولو دپاره بیا دې کیسې ته هوا ورکړل شوه چې اکاش هلک نه بلکې جینۍ ده.

داکاش ناوې نیها علي هم محکمې ته ویلي چې هغې په خپله خوښه د اکاش سره واده کړی ځکه چې اکاش اوس نر دی اؤ دهغې ټول حقوق پوره کوي.

هغې ویلي دخپل خاوند څخه یې ګیډه هم ده اؤ ښه ورسره خوشحاله ده.

دمحکمې جج صداقت علي خان د دوسیې اوریدنې وروسته امر کړی چې داکاش یا عاصمه باید طبي معاینات وکړل شي چې ایا هغه نر دی که ښځه اؤ ددې دپاره یې دڅلور کسیز طبي بورډ جوړولو امر هم کړی دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG