لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند له امریکا سره د ازادې سوداګرۍ پر سر خبرې پیل کړي


واشنګټن – د هندوستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، چې هند او امریکا د ازادې سوداګرۍ د تړون په امکانانو باندې خبرې کړي.

تر دې یواځې څو ورځې وړاندې هندوستان له اروپايي اتحاد سره هم د ازادې سوداګرۍ (فري ټرېډ) په تړون باندې خبرې پیل کړې وې.

خبر زیاتوي، د هندوستان د سوداګرۍ او صنعت وزیر پیوش ګویال او د امریکا د سوداګرۍ وزیر ویلبر راس د کورونا وایرس د وبا په اړه هم په ټیلیفون باندې خبرې وکړې.

په بیان کې راغلي، "دواړو مشرانو همدارنګه د هند او امریکا ترمنځ د سوداګرۍ د روانو بحثونو په اړه خبرې او قدرداني وکړه چې د دواړو لوریو لخوا پکې څومره پرمختګ شوی."

ګویال د امریکا د حکومتي ادارو لخوا د هغو ځینو هندي تولیداتو په نه اخېستلو باندې اندېښنه څرګنده کړې ده چې د امریکا لخوا ورباندې د ماشومانو د کار کولو (چایلډ لېبر ) نوم اېښودل شوی.

همدا ډول هندي وزیر د امریکا لخوا د هند په چنګاښونو (شرېمپ) باندې د بندیز له امله هم اندېښنه شریکه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اپرېل کې په یو بیان کې ویلي وو چې هند د هغو هېوادونو په کتار کې نه راځي چې چنګاښونه یا شرېمپ یې امریکا ته د داخلېدو اجازه لري ځکه دوی ویلي وو چې د امریکا په اصولو نه دي برابر ځکه د شرېم راټولولو پر وخت نورو سمندري حیواناتو ته ضرر رسوي.

دغو دواړو اندېښنو ته په ځواب کې راز وویل چې په یوه غونډه کې به پرې خبرې وکړي.

د ګویال او راز دغه ټیلیفوني خبرې پنځه میاشتې وروسته له هاغې کېږي چې په تېرې فېبرورۍ کې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هندوستان له لومړي وزیر نریندرا مودي سره له نوي ډلي څخه د لیدنې پر وخت خبرې کړې وې.‌

که څه هم د کوم تړون په لاره کې د پام ګامونه نه و اخېستل شوي خو مودي دواړه هېوادونه طبعي شریکان ګنلي وو او ټرمپ خوشبیني څرګنده کړې وه چې چې دی او مودي به په خپلو کې یو غوره تړون ته سره ورسېږي.

XS
SM
MD
LG