لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو امریکا دسولې دتړون څخه په سرغړونه تورنه کړې


طالبانو امریکا دسولې دتړون څخه په سرغړونه تورن کړې اؤ ویلي یې دي چې دامریکا لخوا غیرجنګي سیمو کې ډرون بریدونه هغوئ ته دمنلو وړ نه دي.

په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند ښاغلي سهیل شاهین په ټوئټر لیکلي چې امریکایي قواؤ په هلمند،غزني اؤ زابل کې په غیر جنګي سیمو ډرون بریدونه کړي چې دا د سولې د تړون څخه سرغړونه ده.

تر دې څو ورځې وړاندې افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد هم سمنګانو کې دطالبانو لخوا ترسره شوی برید د ژمنو پرضد بللی ؤ.

تیره اوونۍ په سمنګان ولایت کې د افغان استخباراتو په دفتر حمله کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۶۰ نور زخمیان شوي وؤ ،

ددغه برید نه وروسته طالب ویاند سهیل شاهین ویلي وؤ د سمنګان حمله د طالبانو په ضد د افغان حکومت د هوايي بمباریو په ځواب کې شوي ده.

هغه تور لګولی ؤ چې د طالبانو د ولکې لاندې سیمو کې په هوايي بمباریو کې ګڼ شمېر ملکي کسانو ته هم زیان اوښتی دی.

طالبانو اؤ امریکې تیر کال دوحه کې دسولې په یو تړون لاسلیک کړی ؤ خو ددغه تړون له امله هم افغانستان کې په بریدونو اؤ تاؤتریخوالي کې کموت نه دی لیدل شوی اؤ دواړه خواوې اوس په یو بل د سولې دتړون څخه د سرغړونې تورونه لګوي.

د وي او ای سره یوه ځانګړې مرکه کې اوړمه ورځ د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ مشر جنرل کېنت فرېنک مېکېنزي چې په منځني ختیځ او په افغانستان کې د ځواکونو مسولیت په غاړه لري ویلي وؤ چې طالبان د سولې دتړون اساس خپلې ژمنې نه پوره کوي او د افغانانو خلاف تشدد ته یې دوام ورکړی دی.

جنرل مېکېنزي ویلي وؤ طالبانو سره د سولې له تړون وروسته بین الافغاني مذاکرات شروع کېدونکي وو خو دغه بهیر دبې باورۍ سره مخ شوی دی.

خو طالب ویاند سهیل شاهین رسنیو ته ویلي وؤ چې د ټولو طالب زندانیانو له خوشې کیدو پرته دا امکان نشته چې بین الافغاني مذاکرات شروع شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG