لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حمدالله محب:نه پخپله خاوره دپاکستان تاسیسات پریږدو نه به یې بریدونه بې ځوابه پاتې شي


دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ په پوله د سیوا شوي کړکیچ په ترڅ دافغانستان دملي امنیت شورا صلاح کار حمدالله محب ویلي دښمن دطالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو په مرسته غواړي چې د ډيوړنډ دکرښې افغان لوري ته پوستې اؤ تاسیسات جوړ کړي .

خو هغه سپینه کړې چې نه به یې تاسیساتو جوړولو ته اجازه ورکړل شي اؤ نه به یې راکټي بریدونه بې ځوابه پاتې شي.

تیره اوونۍ افغان چارواکو ادعا کړې وه چې دپاکستان امنیتي ځواکونو کونړ کې راکټي بریدونه کړي چې پکې اته عام افغان وګړي وژل شوي.

همداشان پاکستاني رسنیو هم ویلي وؤ چې دافغانستان دلوري توغول شوؤ راکټونو کې په باجوړ کې درې عام وګړي وژل شوي اؤ د دوؤ پاکستاني پوځیانو په ګډون اووه تنه ژوبل شوي دي.

خو ددې برڅېره افغان چارواکو ویلي چې پاکستاني عسکرو د دوشنبې په ورځ یو وارې بیا د کونړ په شلټن ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي چې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملي امنیت صلاح کار حمدالله محب چې ورسره د هېواد د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت لوئ رییس هم ملتیا کوي، نن سهار کونړ ولایت ته هم تللي.

هغه د خپل سفر پر مهال په سرکاڼو ولسوالۍ کې له هغو سیمو او کورونو لیدنه کړې ده چې د پاکستان په راکټي بریدونو زیانمن شوي وو.

دملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په ټوئټر لیکلي ددغه سفر په مهال حمدالله محب ویلي دپاکستان لخوا به نه راکټي بریدونه بې ځوابه پاتې کیږي اؤ نه به ورته دافغانستان خاوره کې دتاسیساتو جوړلو اجازه ورکول کیږي.

هغه په دغه مهال‌ په طالبانو غږ کړی چې افغانانو سره د ګډ دښمن په ځپلو کې یو ځائ پاتې شي.

ښاغلي محب زیاته کړه " امنیتي چارواکو ته لار ښوونه شوې چې د خاورې د یو ،یو اینج څخه به دفاع کوي،که څوک دروازه جوړوي ورانوو به یې خپل ولس دلته لوڅ چاته نه پریږدو"

محب وايي، چې د دغه ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې د پاکستان لخوا جوړه شوې دروازه به هم له منځه یووړل شي.

ښاغلي محب پاکستان د طالبانو شریکوال وباله او زیاته یې کړه ،چې پاکستان طالبان له افغانستان سره په پوله جنګوي .

ده زیاته کړه" دا نن طالبانو د هغه ځای د ولسوالیو د نا امنه کولو لپاره پاکستاني طالبان له ځان سره راوستي ،دلته افغانان ددې لپاره وژني"

هغه وویل "موږ بین المللي متحدین لرو، هغوی دلته له موږ سره د پولې پرسر جنجال نه لري ،دلته موږ ته مکتب ،روغتون او سرکونه جوړوي ،مګر د طالب متحد له موږ سره په پوله جنګ لري ، دروازې جوړوي ،اغزن تار لګوي او زما په وطن کې نه روغتو پریږدي ، د علمأ له شهادته نیولي د مسجدونو تر تخریب پورې د دوئ کار دی"

هغه له خلکو مننه وکړه چې له افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې په ګډه د دښمن د شومو اهدافو او پلانونو مخه نیولې او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره قرباني ورکړې ده.

محب له همدې کوره پر طالبانو، په ځانکړې توګه د هغوی پر مشرانو غږ وکړ چې د پردیو د ګټو لپاره د خپلو خلکو وژنه ودروي او پر ځای یې له خپلو خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په ګډه د افغانستان د دښمنانو خلاف مبارزه پیل کړي.

همداراز د کونړ د ولسونو استازو او د همدې کورنۍ غړو وویل چې دوی به د خپل کور، خاورې او خلکو او همداراز د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره خپلو هڅو او سرښندونو ته دوام ورکوي.

افغان چارواکو تر دې دمخه هم په کراتو ، کراتو پاکستان دطالبانو په ملاتړ تورن کړی اؤ ویلي یې دي پاکستان غواړي دطالبانو په مټ افغانستان کې ګډوډۍ ته دوام ورکړي خو پاکستان تل دا دعوې رډ کړي اؤ وایي افغانستان کې دسولې اؤ ثبات پلوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG