لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د شخصي سکولونو اتحاد د حکومت د اعلان خلاف پر 15م اګست سکولونه خلاصوي


واشنګټن ـــــ د ټول پاکستان د شخصي سکولونو اتحاد وایي، دوی به په ټولو صوبو کې خپل بند سکولونه د اګست پر 15مه بیرته پرانیزي، خو حکومت بیا وایي چې د کرونا وایرس د پېښو له کمېدو سره به د ستمبر پر 15مه سکولونه خلاصوي.

د ګل- دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د دې اتحاد مشر هدایت خان وویل، په پاکستان کې د کرونا وایرس په کښته خوا روان دی او پېښې یې په کمېدو دي ځکه یې نو د سکولونو د بیرته پرانیستلو پرېکړه کړې ده.

هدایت خان وایي‌ تعلیمي ادارې یې له شپږو تر اتو میاشتو پورې بندې پاتې شوې چې وایي له کبله یې زده کوونکو ته ډېر تاوان ورسېد. وایي په دې اړه له حکومت سره د خبرو کولو هڅه وکړه خو حکومت یې خبرو ته غوږ وا نه ورېدې. هدایت خان خبرداری ورکړ:

"که حکومت زموږ په کار کې د لاسوهنې هڅه وکړه نو موږ به د میلینونو خلکو لاریون وکړو".

په خبري غونډه کې د پاکستان له بېلابېلو صوبو د شخصي سکولونو د اتحاد راغلیو استازو خبرې وکړې او ویې ویل چې د سکولونو د بندېدو له کبله دوی له ډېرو ستونځو سره مخ شوي دي.

د شخصي سکولونو تنظیم وایي، دوی به سکولونه د کرونا وایرس د مخنیوي له احتیاطي تدابیر سره سم خلاصوي، ځکه چې وایي دیني مدرسې مخکې له مخکې پرانیستې دي او امتحانونه یې هم اخیستي دي.

د شخصي سکولونو د اتحاد مشر خبري غونډې ته وویل، د حکومت له خوا د سکولونو بندول د آیین د ۱۸مې مادې سرغړونه ده، ځکه چې 50 میلینه ماشومان له تعلیمه محرومه شوي دي.

په پاکستان کې له سرکاري تعلیمي ادارو سره سره غیرسرکاري تعلیمي ادارې هم فعالیت کوي چې په میلینونو ماشومان او ځوانان پکې زدکړې کوي. د دې تنظیم مشران وایي د اکثر سکولونو ودانۍ یې په کرایه دي، وایي د سکولونو د بندېدو له کبله د کرایو پرې کولو وس نه لري.

د پرایوېټ سکولونو استادانو غوښتنه وکړه چې حکومت دې د کرونا وایرس د اغېزمنو خلکو لپاره په ټاکلي اقتصادي پېکیج کې د شخصي سکولونو استادان، د سکولونو کرایې او یوټیلیټي بلونه هم شامل کړي.

وایي د تعلیمي ادارو د بندېدو له کبله یې په ټول پاکستان کې دوه لکه اووه زره سکولونه ، 15 لکه استادان او 25 میلینه زده کوونکي له ناڅرګند مستقبل سره مخ دي، وایي که سکولونه یې ژر نه پرانیستل شي نو تعلیمي بحران به پېښ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG