لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب د "تحفظِ بنیادِ اسلام" په نوم قانوني مسوده منظوره کړي خو اقلیتونه پرې اندېښمن دي


واشنګټن ــــ د پاکستان د پنجاب صوبې په اسمبلۍ کې د حکومت او اپوزیشن ګوندونو له خوا په ګډه د مذهبي مقدساتو د سپکاوي په خلاف د "تحفظِ بنیادِ اسلام" په نامه یوه نوې قانوني مسوده منظوره شوې، خو د مذهبي اقلیتونو استازي ورباندې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دې نوي قانون له مخې په صوبه کې په چاپ کېدونکو هر ډول کتابونو کې د پیغمبر اسلام له نامه سره د "خاتم النبیین" او "صل الله علیه و آله وسلم" لیکل لازمي کړل شوي دي.

د پنجاب د مذهبي خوندیتوب د نوي قانون له مخې له کرکې د ډکو موادو د چاپ د مخنیوي لپاره اړوندو حکومتي چارواکو ته واک ورکړل شوی چې د چاپخانو څارنه وکړي.

د پاکستان د تعلیم ماهرین شکایت کوي چې د دې هېواد په تعلیمي نصاب کې د قومونو او اقلیتونو په ضد له کرکې ډک مواد موجود دی.

د دې نوي قانون له مخې کتاب چاپوونکې ادارې نه شي کولای د ځانمرګو بریدګرو، ترهګرو او د ترهګرۍ ښکار خلکو عکسونه خپاره کړي.

په دې قانوني مسوده کې ویل شوي چې د پيغمبر اسلام، اصحابانو، قرآن مجيد او ټولو اسماني کتابونو په سپکاوي کې د ککړتيا د جرم ثابتېدلو په سر به تورن تن ته پینځه کاله د بند او تر پینځو لکو روپیو پورې د جرمانې سزا اورول کېږي.

د پنجاب صوبې وزیراعلا عثمان بزدار او د اسمبلۍ ىسپيکر پروېز الهي ویلي، دا تاریخي ګام دی او پنجاب لومړۍ صوبه ده چې دا قانون یې منظور کړ. پروېز الهي په مرکزي پارلمان او نورو صوبو باندې هم د دغه قانون د منظورۍ او عملي کولو ټينګار کړی دی.

که څه هم پنجاب حکومت دغه نوى قانون د اسلام سره د لږکيو د مقدسو شخصياتو د سپکاوي د مخنيوي او د مذهبي يووالي په اړه مهم ګام ګڼي، خو د پنجاب صوبې د عيسایي اقليت يو مشر جوزف فرانسس له دې قانون سره د لږکيو د ستونځو د لا زياتېدلو ويره لري. ښاغلي جوزف وي او اې ډیوه ته وویل:

"موږ اندېښمن یو چې دغه نوى قانون هم د مذهب د سپکاوي د مخکیني قانون په څېر د اقلیتونو په ضد په ناوړه ډول کارول کېدای شي، موږ غواړو چې دا قانون بیرته واخیستل شي".

د پاکستان په پنجاب صوبه کې مېشت مذهبي اقلیتونه اکثر د مسلمانانو له خوا د امتیازي‌ سلوک شکایت کوي او وایي چې د مذهب د سپکاوي دا نوی قانون به لا د دوی د ځورولو لپاره په ناسمه توګه وکارول شي.

د پاکستان سپریم کورټ هم پخلی کړی چې وایي د مذهب د سپکاوي قانون په ناسمه توګه کارول شوی دی او د پاکستان د ځینو سیاستوالو غوندې د بشري حقونو نړیوالې ادارې هم په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په قانون کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG