لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

استنبول:د ایا صوفیه تاریخي ودانۍ کې شاوخوا اتیا کاله وروسته مسلمانانو دجُمعې نمونځ کړی


دترکي په استنبول ښار کې جوړ ایا صوفیه کې شا وخوا اتیا کاله وروسته په وړومبي ځل د جعمې نمونځ شوی چې پکې د ترکي د صدر رجب طیب اردوان ترڅنګ په زرګونو خلکو برخه اخستې ده.

دترکیې سترې محکمې څو ورځې وړاندې امر کړی ؤ چې په کال ۱۹۳۴ کې په میوزیم بدل کړل شوې تاریخي ودانۍ ایا صوفه نه دې بیرته جومات جوړ کړل شي.

دترکي صدر طیب اردوان په شپږمه عیسوي چې دجوړې دې تاریخي ودانۍ په جومات کې د بدلولو منظوري ورکړې وه اؤ اعلان یې کړی ؤ چې دجمعې د ورځې نه به دا جومات یوځل بیا څو لسیزې وروسته دنمونځ ګزارو پرمخ پرانستل شي.

د زیارت په ورځ دترکي صدر د ایا صوفیه په ودانۍ کې دلګول شوې تختې مخکتنه کړی وه اؤ دغه ودانۍ ته یې دایا صوفیه ستر جومات نوم ورکړی دی.

دچمعې په ورځ په نړیواله میډیا ښودل شوو ویډیو ګانو کې لیدل شوي چې په لکونو خلک دغه ودانۍ ته دجمعې د نمونځ کولو دپاره ورټول شوي وؤ اؤ داسې بریښېده لکه ټول استنول ښار چې بهر راوتلی وي.

رسنۍ پخپلو راپورونو کې وایي چې د شپې نه خلکو د ایا صوفیه په څنګ ځان له دنمونځ دپاره ځایونه نیولي وؤ .

په دې ودانۍ کې چې اوس په جومات بدله شوې ده یوازې ۱۵۰۰ نمونځ ګزار په یو وخت نمونځ کولی شي خو د ودانۍ دننه د ځائ نه موندل کیدو له امله په زرګونو کسانو دښار په سړکونو اؤ کوڅو هم نمونځونه کړي دي.

دترکي صدر رجب طیب اردوان ،دهغه وزیران، دپارلیمان غړي اؤ نور مهم شخصیاتو هم د جمعې دنمونځ دپاره ایا صوفیه ته ورغلي دي.

د ایا صوفیه شالید

د ایا صوفیه په اړه ویل کیږي چې دا په تیره زمانه کې کلیسا وه خو بیا عثماني سلطان محمد فاتح د قسطنطنیه له نیولو وروسته دا کلیسا په بیعه واخسته اؤ پر جومات یې بدله کړه.

تر دې وروسته داتاریخي وداني د” جامع مسجد ایا صوفیه “په نوم بدله شوه دعثمانیه سلطنت تر ختمیدو تر ۵۰۰کالو پورې دغلته مسلمانانو نمونځونه کول.

خو کله چې مصطفی کمال اترترک په ترکي کې واک ته ورسیدو نو هغه عثمانیه سلطنت له مینځه یوړو اؤ ایا صوفیه وداني یې دجومات نه په عجائب ګهر بدله کړه.

د ایا صوفیه د ودانۍ اوس یو وارې بیا په جومات کې بدلولو باندې امریکا،اروپایي اتحادیې ،ګڼو نورو هیوادونو اؤ د مسیحیانو روحاني پیشوا پوپ فرانسس دسختۍ مایوسۍ څرګندونه اؤ دترکي په دې پرېکړه یې ټکونه کړي دي.

خو دترکي صدر طیب اردوان د ایا صوفیه په هکله دنړیوالې ټولنې نیوکې رد کړي اؤ دا یې د ترکیانو کورنۍ معامله ګرځولې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG