دپاکستان دهوایي ځواکونو مشر مارشال مجاهد انور خان هند ته په اشارې سره ویلي “مونږ ددښمن له لوري دپوځی وسلو اؤ سازمانونو اخستلو نه بې خبره نه یو خو که دښمن دهر رقم تیري هڅه وکړه نو دپاکستان ځواکونه ورته هر مهال کوټلي ځواب ورکولو ته چمتو دي”
دهوایي ځواکونو مشر دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې هندي رسنیو وویل هند فرانسیې نه د هیمر په نوم د میزائیلو اخستو تړون کړی اؤ هم به په ۲۹م جولایي دفرانسیې نه رافیل جنګي الوتکې هند ته ورسیږي.
دپاکستان د هوایي ځواکونو ویاند دخالي په ورځ یو بیان کې ویلي دهوایي ځواکونو مشر مارشال مجاهد اسکردو کې دانور خان دقادري په پوځي هوایي ډګر د روانو تمریناتو څخه لیدنه کړې اؤ دهوایي ځواکو په مسلکي چمتووالي یې تسله ښکاره کړې ده.
په دغه مهال دهوایي ځواکونو مشر ویلي چې دپاکستان فضائیه یا هوایي ځواکونه د سیمې د استراتیژیکي وضعیت نه بشپړه اګاهي لري اؤ په روایتي جګړه کې د طاقت دتولې پځائ ساتلو دپاره هر رقم ګامونه اخلي.
هغه ویلي دپاکستان هوایي ځواکونه هر وخت چمتو دي چې د دښمن دهر تیري په صورت کې د زمکنیو اؤ سمندري ځواکونو سره یو ځائ دښمن ته کوټلی ووایي.
تر دې وړاندې هندي رسنۍ زي نیوز پخپل یو رپورټ کې ویلي چې فرانس څخه د رافیل جنګي الوتکو اخستو وروسته هند اوس د فرانس نه د هیمر توغندیو اخستو پریکړه کړې چې دغه توغندي د ۶۰نه نیولې تر ۷۰ کلو میټره واټن خپل هدف په اسانۍ سره په نخښه کولی شي.
د راپورونو له مخې فرانسوي چارواکو هند ته باور ورکړی چې دا توغندي به ډیر زر هند ته وسپاري.
په دې وروستیو چې هند دخپل ګاونډي هیواد چین سره په پوله په کړکیچ اوښتی .
رائترز خبري شبکې د روانې میاشتې په پیل کې رپورټ ورکړی ؤ چې د هند حکومت د روس جوړ شوؤ۳۳ جنګي جټ الوتکو د اخستو او او ۵۹ نورو الوتکو توان زیاتولو منظوري هم ورکړې ده.
د چین او هند تر منځ د پولې پر سر شخړه له 1962م کال راهیسې روانه ده، چین د هندوستان په شمال ختیځ کې د خپلې مځکې دعوه کوي خو هندوستان بیا پر چین تور لګوي چې وایي په همالیه کې یې د لداخ د ځینو برخو په ګډون نوره سیمه نیولې ده.
څېړونکي وایي چین اؤ پاکستان خپلو کې غوره اړېکې لري اؤ که دچین اؤ هند ترمنځ هر رقم وضعیت پیدا کیږي نو پاکستان به پکې بې پلوه نه پاتې کیږي بلکې دموقعې نه په استفاده به دهند دپښو وهلو هڅه کوي.
خو پاکستاني چارواکو بیا دچین اؤ هند ترمنځ په دې وروستیو کې د رامنځته شوي جنجال په مهال په ډاګیز ډول دچین دطرفدارۍ اعلان خو نه ؤ کړی خو په هند یې دا غږ ضرور کړی ؤ چې ګاونډیانو سره به باید دتاؤ تریخوالي تګلارې نه تیر شي