لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت وایي طالبانو تېره اوونۍ 46 عام وګړي وژلي 93 یې ټپیان کړي


واشنګټن ــــ د افغانستان د ملي ‌امنیت شورا په خپل یوه تازه بیان کې دعوه کړې چې یواځې په تېره اوونۍ کې په افغانستان کې د طالبانو په بریدونو کې 46 عام افغان وګړي وژل شوي او 93 نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د افغان حکومت د دې دعوې په اړه تر اوسه رسمي جواب نه دی ویلی خو دا ډول تورونه یې تل رد کړي او ټینګار کوي چې دوی هیڅکله پر عامو خلکو بریدونه نه کوي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د طالبانو له خوا په تشدد کې کموالی نه دی راغلی او وایي "د سولې لپاره اراده او خوښه ضروري ده خو د طالبانو په عمل کې دا دواړه نه ښکاري".

ملي امنیت شورا د خالي- شنبې په ورځ‌ وویل چې تېره اوونۍ د عامو خلکو د مرګ ژوبلې څلور سوه پېښې د افغانستان په 23 ولایتونو کې شوې دي خو وایي زیاتې یې په غور، بادغېس او هلمند ولایتونو کې شوې دي.

افغان حکومت په بیان کې دا نه دي ویلي چې د افغان ځواکونو په بریدونو کې هم عام خلک وژل شوي که نه، خو طالبانو دوې ورځې وړاندې تور پورې کړی چې په هرات ولایت کې یې پر عامو خلکو بمباري کړې او شل تنه عام خلک یې وژلي دي.

په کابل کې یو د پوځي چارو یو څېړونکي مرزا یار محمد یارمند طلوع نیوز ته ویلي "دوی [طالبان] یوه نظریاتي ډله ده او پخپله تګلاره کې به بدلون را نه ولي او له دې سره سره دوی له هغو بهرنیو [وسلوالو] سره هم اړیکې نه شي پرې کولای چې د دوی په لیکو کې موجود دي".

افغان ملي امنیت شورا په خپل بیان کې دعوه کړې چې د جګړې په وروستیو تېزه څپه کې د افغان ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې 433 طالب جنګیالي وژل شوي دي، خو طالبانو لا دغه دعوې نه دي تایید کړې.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په جګړه کې د مرګ ژوبلې دا خبرونه په داسې وخت کې ورکړل شوي چې د شپږ سوه طالب بندیانو پر سر د دواړو غاړو تر منځ اختلاف لا هم روان دی او د بین الافغاني خبرو د پیلېدو په مخ کې یې خنډ پېښ کړی دی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG