لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند کې د افغان پوځ هيلي کاپټر بېړنۍ ناسته کړې


د افغانستان په جنوبي صوبه (ولايت) هلمند کې د افغان پوځ هيلي کاپټر بېړنۍ (هنګامي) ناسته کړې ده، دغه خبره د سيمې چارواکو کړې ده.

ځينې راپورونه وايي هيلي کاپټر غورځېدلی خو چارواکو تراوسه د دې تائيد نه دی کړی.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک ويلي نن د ګل/ دوشنبې په سهار خواوشا لس بجې په کجکي ولسوالۍ کې د پوځ هيلي کاپټر بېړنۍ ناسته کړې او هغه پکې د دوه پوځي سرتيرو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

خو راپورونه وايي د بلېک هاک دا هيلي کاپټر رالوېدلی دی.

طلوع نيوز په خپله وېب پاڼه د سرچينو له قوله ويلي، دغه هيلي کاپټر وسله والو ويشتی دی، او په داسې حال کې ویشتل شوې چې ژوبل سرتيري يې وړل.

د پېښې زمه واري هم تراوسه چا نه ده منلې.

د افغان ميډيا ترمخه کجکي د هلمند د ناامنۍ سره مخ سيمه بلل کيږي.

د پېښې په اړه نور جزيات را روان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG