لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملا هبت الله: موږ د بین الافغاني خبرو لپاره خپل کوښښونه کړي. څېړونکي: دا خبره حقیقت نه لري.


واشنګټن ــــ د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د بین الافغاني خبرو د ځنډ پړه پر افغان حکومت ور اچولې ځکه چې وایي د بندیانو تبادله یې ځنډولې او وایي دوی په افغانستان کې د روانې شخړې د حل لپاره پر خبرو اترو باور لري.

ملا هبت الله اخوندزاده نن نهې- سه شنبې په ورځ‌ د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، دوی له امریکا سره د سولې تر تړون وروسته د بین الافغاني خبرو لپاره هڅې کړې او خپله ذمه واري یې پورته کړې ده، وایي افغان حکومت دې هم په دې برخه کې پراته خنډونه له منځه لرې کړي:

"د بندیانو تبادله چې د زرګونو هیوادوالو او غمځپلو کورنیو د خوشحالۍ او ډاډ سبب شوه، یو مهم پرمختګ وو چې باید مقابل لوري [افغان حکومت] ځنډ نه وای پکې راوستی، دا چې موږ د سولې په لور قدمونه اخلو د بندیانو خلاصون یې یوه لویه برخه ده چې هم اعتماد را منځ ته کوي او هم د سولې لار لنډوي. "

د ملا هبت الله د دغو خبرو په ځواب کې د افغانستان د سیاسي چارو څېړونکی نجیب ننګیال وایي، طالبانو د سولې په پروسه کې نه یواځې د افغان حکومت په نسبت انعطاف (لچک) نه دی ښودلی بلکې د بین الافغاني خبرو په برخه کې یې نامعقول دلایل وړاندې کړي دي:

"د طالبانو څلورنیم زره زندانیان خوشي شوي دي چې دا د دوی د بندیانو لویه برخه ده خو په افغانستان کې تشدد کم شوی نه دی بلکې تر تېر کال زیات شوی دی، نو دا نه یواځې معقول کار نه دی بلکې د سولې په وړاندې جګړې ته دوام ورکول [د خبرو په مخ کې] لوی خنډ جوړوي".

که څه هم په دې وروستیو کې امریکې، یورپي اتحاد،‌ ملګرو ملتونو او افغان حکومت پر طالبانو ټینګار کړی چې له تشدده لاس واخلي او دایمي ډزبندي اعلان کړي، خو د طالبانو مشر پخپل پیغام کې د دایمي ډزبندۍ په اړه څه ویلي او طالبانو نن یواځې د لوی اختر په درو ورځو کې ډزبندي اعلان کړه.

ملا هبت الله اخوند زاده دا یو پرمختګ بللی چې وایي په قطر کې د سولې تر تړون وروسته امریکې او متحدینو یې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل کړې او تر اوسه یې پینځه اډې خالي کړې دي.

خو بلې لورې ته نن په کابل کې د سام کانفرنس له لارې چې د شاوخوا 40 هیوادونو د لوړ پورو چارواکو په ګډون انلاین ترسره شوی، د افغانستان ولسشمر اشرف غني وییلي:

"د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي لوظنامې راهسې د جولای تر 21مه تر 10,000 هم زیات امنیتي سرتیري په جګړې کې مړه یا ټپیان شوي چې په کې 3560 شهیدان شوي او 6781 ژوبل شوي دي".

د طالبانو مشر ویلي دوی له امریکا سره د سولې تړون ته ژمن دي خو پر امریکا او د هغې پر متحدینو یې له دې تړونه د سرغړونې تورونه پورې کړي او غوښتنه یې کړې چې د طالبانو په ضد له تبلیغاتو دې لاس واخلي او د طالب مشرانو نومونه دې له تور نوملړه وباسي:

"د امریکا متحده ایالات د تړون د تطبیق غوندې لویه او مهمه پروسه کې باید له ډير جدیت، سرعت او تدبیر څخه کار واخلي، مثلا د توافقنامې خلاف د بندیانو د خلاصون لس ورځنۍ پروسه څلورو میاشتوته غزول، لا هم د تورو لستونو په خپل حال پاته کېدل، وخت په وخت ډرون حملې، بمبارد، چاپې او توغندیز بریدونه کول او بیا په ناموجهو دلایلو توجیه کول د هیچا په ګټه نه دي".

افغان حکومت او امریکا تر اوسه د طالبانو د مشر وروستي پیغام ته په جواب کې څه نه دي ویلي خو دواړو بیا په وروستیو کې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د تشدد زیاتوالی د بین الافغاني خبرو په مخ کې خنډ بللی. نجیب ننګیال وایي طالبانو منلې چې خوشي شوي بندیان به یې جګړې ته نه ستنېږي خو وایي هغوی جګړې ته ستنېږي:

"تاسې په رسنیو کې ویډیوګانې او عکسونه وینئ چې د طالبانو خوشي‌ شوي جنګیالي کورونو ته نه دي تللي بلکې بیرته د جګړې لیکو ته تللي، چې په جګړه کې د طالبانو بشري ځواک ورسره زیات شوی، له همدې امله جګړې شدت پیدا کړی او دا د سولې له تړونه لویه سرغړونه ده".

ملا هبت الله اخوندزاده له نړیوالو سره د اړیکو په اړه هم خبرې کړې دي او له ګاونډیو هېوادونو سره پر ښه ګاونډیتوب او د باور په جوړېدو یې ټینګار کړی دی. نوموړي ویلي نه د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او نه د نورو لاسوهنه غواړي.

ملا هبت الله اخوندزاده په 2016م کال کې وروسته له هغه د افغان طالبانو مشر وټاکل شو، چې پخوانی مشر یې ملا اختر محمد منصور په بلوچستان کې د امریکا په ډرو برید کې و وژل شو. ملا هبت الله هم د دې ډلې د نورو مشرانو غوندې نه ښکاره له رسنیو سره خبرې کوي او نه یې د طالبانو په غونډو کې د ګډون ذکر کېږي.

XS
SM
MD
LG