لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روغتیا نړیواله اداره: موسمونه د کرونا وایرس پر خپرېدو هیڅ اغېز نه کوي


واشنګټن ــــ د روغتیا نړیواله اداره وایي پر کورونا وایرس د وبایي ناروغیو لکه زکام او فلو یا د ګرمۍ موسمونه څه اغېز نه کوي او په تېزۍ خپرېږي ځکه چې وایي‌ د دې ناروغۍ د دویمې څپې د راتګ له اعلانونو سره سره په امریکا، یورپ او نوره نړۍ کې په دې وبا د اخته کېدو په پېښو کې زیاتوالی او کموالی راغلی دی.

ځینو روغتیاپوهانو اټکل کړی وو چې کېدای شي په ګرمۍ کې د کرونا وایرس خپرېدل کم شي خو په دوبي (اوړي) کې هم دا ناروغي په هماغه زاړه رفتار خپرېږي. د روغتیا د نړیوالې ادارې ویاند ډاکټر مارګریټ هاریس وایي:

"د کرونا وایرس پر خپرېدو موسم هیڅ اغېز نه کوي، څه چې ورباندې اغېز کولای شي هغه د خلکو پراخې غونډې، د خلکو یوه بل ته نیژدې کېدل، فاصله نه ساتل او احتیاط نه کول دي، داسې یو تصور عام شوی چې ګواکې موسم دا وایرس کمولای شي خو په همدې ګرمۍ کې په امریکا برازیل کې ډېر زیات خلک په دې وایرس اخته شول".

د نړۍ په شاوخوا 188 هېوادونو کې له دې ناروغۍ د مړه شوو کسانو شمېر شپږ لکه 64 زره او د ناروغه کسانو شمېر تر یو کروړ ۷۰ لکه زیات شوی دی، خو له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې یو کروړ پینځه لکه تنه بیرته جوړ شوي‌ هم دي.

له کرونا وایرسه امریکا تر ټولو هېوادونو زیاته اغېزمنه ده چې مړي یې یو لک 51 زره ته رسېدلي او په دې ناروغۍ اخته کسان یې تر 44 لکه زیات شوي دي. د تېرو میاشتو په نسبت په جولای میاشت کې په امریکا کې هره ورځ ډېر زیات خلک په دې ناروغۍ اخته کېږي خو د خلکو د مړینو کچه یو څه را کمه شوې ده.

ولسمشر ټرمپ د نهې- سه شنبې په ورځ د کرونا وایرس په اړه د ورځني پریس کانفرنس په مهال یو ځل بیا له خلکو په ټینګار وغوښتل چې د کرونا وایرس مخه ونیسي او له غونډو او ګڼې ګوڼې ځان وساتي:

"زموږ د ساینسپوهانو په هوښیارۍ، د ډاکټرانو په قربانۍ، د ټولو روغتیایي کارکوونکو په هنر او زموږ د خلکو په مرسته به موږ پر دې وایرس باندې کامیابي تر لاسه کوو او تر مخکې به هم لا ډېر ځواکمن شو، موږ راتلونکی کال له اقتصادي پلوه یو ښه کال وینو".

تر امریکې وروسته کرونا وایرس د لاتینې امریکې برازیل هېواد زیات اغېزمن کړی، چې مړي یې 88 زره شپږ سوه ته رسېدلي او په دې ناروغۍ اخته کسان یې تر 24 لکه 84 زره زیات شوي دي.

که څه هم په ایټلي، فرانس، سپېن، برتانیا او ځینو نورو هېوادونو کې د کرونا وایرس خپرېدل تر مخکې کم شوي، خو په ځینو هېوادونو کې لا هم په تېزۍ خپرېږي. جاپان هم یو له دغو هېوادونو دی چې د یوې ورځې په حساب یې په دې ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر دوولس سوه ته رسېدلی دی.

د پاکستان په ګاونډي هېواد هندوستان کې هم کرونا وایرس په چټکۍ خپرېږي چې دا مهال یې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر 15 لکه 80 زره ته رسېدلی او تقریباً 35 زره تنه یې له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

د امریکا د وبايي ناروغیو د مرکز مشر ډاکټر انتوني فاوچي وایي، په داسې حال کې چې د نړۍ بېلابېل هېوادونو په دې اخته دي چې په بیړه د کورونا وایرس وېکسین جوړ کړي، خلک باید په دې قانع کړل شي چې دوی خوندي، اغېزناک او ضروري دي او د وېکسین په جوړېدو کې پر ساینسي دیانت سودا نه کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG