لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې پاکستان ته د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره نور 100 وینټیلېټرز ورکړل


واشنګټن ــــ امریکې له پاکستان سره د همکارۍ په خاطر د کرونا وایرس د مخنیوي د مبارزې په لړ کې د خپلې پرمختیایي ادارې یوسېډ له لارې اسلام اباد ته نور 100 وینټیلېټرز یا د ساه اخیستلو مشینونه ورکړي دي.

پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې ډاکټران پکې د کرونا وایرس د مخنیوي په مبارزه کې د نورو طبي وسایلو د کموالي تر څنګ د ساه اخیستلو د مشینونو د نشتوالي شکایت هم کوي، چې وایي له کبله یې د لوی عمر ناروغان- چې سالنډي لري- په روغتونونو کې ساه ورکوي.

په اسلام اباد کې د امریکې سفارت نن پر خپله ویبپاڼه په یو بیان کې ویلي، چې دغه وینټیلېټرز د جولای پر 28مه اسلام اباد ته رسېدلي او هلته د آفتونو مرکزي ادارې (این ډي ایم اې) ته سپارل شوي، چې په ټول پاکستان کې به روغتونونو ته ولېږل شي.

په بیان کې ویل شوي چې د کرونا وایرس د ناروغانو لپاره د ساه اخیستلو دغه مشینونه له وزیراعظم عمران خان سره د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ژمنې په بنیاد له پاکستان سره د ملګرتیا په خاطر ورکړل شوي دي.

دا دویم ځل دی چې امریکا په یوه میاشت کې له پاکستان سره طبي مرسته کوي، تر دې وړاندې یې هم د جولای پر درېیمه نېټه 100 نور وینټیلېټرز اسلام اباد ته ورکړي وو، چې د خبر له مخې د پاکستان په ټولو صوبو کې روغتونونو ته ورکړل شوي او کار ځنې اخیستل کېږي.

په اسلام اباد کې د امریکې سفیر پال ډبلیو جونز وایي "امریکا د پاکستان د حکومت یوه ویاړلې ملګرې ده چې د دې مرګونې وبا په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي او دغه د ساه اخیستلو مشینونه به په دې مبارزه کې کار ورکړي".

دغه وینټیلېټرز د هغو ناروغانو د کمې سالنډۍ د علاج لپاره هم کارول کېدای شي چې ناروغي ډېره نه وي شدیده شوې او زیاتې پاملرنې ته یې اړتیا نه وي او د دې تر څنګ له کرونا وایرس پرته هم د سالنډۍ په نورو ناروغیو لکه سکاروي او د سږو په اوږدمهاله ناروغي کې هم مرسته کوي.

د امریکې د سفارت په بیان کې ویل شوي چې د دوی د پرمختیایي ادارې یو ایس ای ډي په مالي بودیجه به د پاکستان د قدرتي آفتونو د مخنیوي له مرکزي ادارې (این ډي ایم اې) او د روغتیا له مرکزي او صوبایي وزارتونو سره په ګډه یو روزنیز پروګرام ترتیب شوی چې وایي له لارې به یې پاکستان د دې وړ شي چې د کرونا وایرس او د سالنډۍ د نورو ناروغیو مخه ونیسي.

په بیان کې ویل شوي چې په طبي برخه کې د امریکې اوږدې همکارۍ پاکستان د دې جوګه کړی چې د کرونا وایرس د ټیسټونو، د دې ناروغۍ د څارنې، د کېسونو د کشفولو، مخنیوي او د ناروغانو د علاج په برخه کې یې پرمختګ کړی دی.

امریکې تر دې مهاله د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره له پاکستان سره تر 28 میلینه (دوه کروړه اتیا لکه) زیاته امریکایي ډالرو مرسته کړې او وایي چې دا مرسته به یې پر مخ هم روانه وي.

د پاکستان حکومت تېر ځل د امریکې د طبي مرستې مننه کړې وه خو د دې تازه مرستو په اړه یې په رسمي توګه لا څه نه دي ویلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG