لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي قانون نور سختولو دپاه په قانون کې د بدلون منظوري ورکړی شوې


د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو د لېږلو رالېږلو په اړه د نړيوالې ادارې (اېف ای ټي اېف) د سپارښتنو په رڼا کې د پاکستان په برني اېوان کې دوه قانونونه په اکثريت سره منظور کړی شوي دي.

د زيارت/ پنجشنبې په ورځ په غونډه کې د ترهګرۍ د مخنیوي د قانون د بدلون مسوده 2020 او د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا د بدلون مسودې 2020 په اړه رایی اچول شوې او زیاتې رايې د منظورېدو په حق کې ورکړی شوي دي.

په قانون کې د بدلون په مسوده کې ويل شوي چې په کوم تن امنيتي شورا بندېزونه ولګوي او هغه پرې عمل نه کوي نو د سزا نه علاوه به په هغه جرمانه د يو کروړ نه تر پينځه کروړه پورې کولی شي.

دغه ډول د مشکوک تن د وسلې لائسنس به ختمولی شي او د ترهګرۍ په مالي مرستو کې ککړ يا ادارې ته به قرض هم نه ورکول کيږي.

ويل شوي مشکوک ترهګر ته په قرض ورکولو تن ته د دوه نيم کروړه او ادارې ته د پينځه کروړه روپو جرمانې وړانديز هم شوی دی.

مخالفه ګوندونو په قومي اسمبلۍ کې په ياد قانون کې د بدلون په وخت د تحفظاتو څرګندونه کړې خو په سېنټ کې يې د حکومت د قانوني مسودې سره ملاتړ کړی او قانوني مسوده منظور کړی شوې ده.

د سېنټ د غونډې نه وړاندې د برني اېوان د قانون او انصاف د کمېټۍ غونډه شوې او په هغې کې هم په قانون کې د بدلون منظوري ورکړی شوې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي، نوې قانون جوړونه يې د اېف ای ټي اېف د اسيا څانګې سره شريکولی شي، او د اېف ای ټي اېف د سپارښتنو ترمخه پاکستان هغه ټول پړاؤنه سر کړه او اوس هیڅ خبره نه ده پاتې چې باکستان په خړ نوملړ کې باتې شي.

اېف ای ټي اېف به د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان په خړ فهرست کې د پاتې کولو يا لرې کولو پرېکړه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG