لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوېت د پاکستان په ګډون 31 هېوادونو ته پر تجارتي پروازونو بندیز ولګاوه


واشنګټن ــــ د کوېت د هوابازۍ ادارې د کرونا وایرس له کبله د پاکستان په ګډون هغو 31 هېوادونو ته تجارتي پروازونه بند کړي چې دغه وبا پکې زیاته خپره شوې او حساس ګڼل کېږي.

په دغو هېوادونو کې هندوستان، پاکستان، مصر، فیلیپین، لبنان او سریلنکا هم شامل دي چې ګڼ شمېر خلک یې په کوېت کې دي، خو د دغو هېوادونو تر څنګ چین، ایران، برازیل، میکسیکو، سنګاپور، هانګ کانګ، سپېن، ایټلي او عراق هم پکې شامل دي.

دا اعلان د خالي- شنبې په ورځ د کوېت د هوابازۍ د ادارې مشر وکړ او ویې ویل دا فیصله یې د روغتیا وزارت په سپارښتنه کړې او تر هغه وخته به عملي وي چې په دې اړه یې بله فیصله نه وي اعلان کړې.

کوېت دا پرېکړه پرون په هماغه ورځ وکړه چې د کرونا وایرس له کبله یې له څو میاشتو وروسته په جزوي توګه یو ځل بیا نړیوال تجارتي پروازونه پیل کړل.

د کوېت د هوابازۍ اداره وایي د اوس لپاره به یې له نړیوالو هوایي ډګرونو 30 فیصده پروازونه کېږي او په راتلونکو میاشتو کې به په تدریجي ډول پسې زیاتېږي.

په کوېت کې دا مهال 67448 تنه په کرونا وایرس اخته دي او 453 تنه یې مړه شوي دي خو 58525 تنه یې له دې ناروغۍ بیرته هم جوړ شوي دي.

په کوېت کې هم د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په مقصد ټولبند یا لاک ډاون لګېدلی وو خو په تېره جون میاشت کې په پینځو برخو کې د دغو بندیزونو ختمېدل پیل شوی، مګر برسېرن لاک ډاون اوس هم پر ځای دی.

په تېره جون میاشت کې د عرب اماراتو درې نړیوالو هوایي کمپنیو امایرېټس، اتحاد او فلی دوبۍ وروسته له هغه پاکستان ته خپل پروازونه وځنډول چې شاوخوا 30 له بهره ورغلي پاکستاني مسافر یې په کرونا وایرس اخته شول.

XS
SM
MD
LG