لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: تر نومبره به په افغانستان کې خپل پوځیان له 4000 تر 5000 پورې را کم کړو


واشنګټن ــــ د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي د ولسمشرۍ تر راتلونکو انتخاباتو پورې چې په نومبر میاشت کې کېدونکي دي به افغانستان کې به د خپلو پوځیانو شمېر له څلورو تر پینځو زرو پورې را کم کړي.

د امریکې اکسیوس نیوز د ګل- دوشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ هغه بشپړه مرکه خپره کړه چې د جولای په وروستیو ورځو کې یې ورسره کړې وه. نوموړي وویل ډېر ژر به لویه برخه پوځیان له افغانستانه وباسي:

"په ډېر لږ وخت کې به [د پوځیانو شمېر] 8,000 ته را کم کړو، بیا به یې 4,000 ته را کم کړو، اوس مهال په دې اړه زموږ خبرې روانې دي".

ولسمشر ټرمپ وویل چې پوځ یې له تېرو نولس کلونو په افغانستان کې دی او نور غواړي چې له دې هېواده ووځي.

په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر په پیل کې شاوخوا یو لک وو خو د امریکې او طالبانو تر منځ د تړون په نتیجه کې دا شمېر 12000 ته را کم شو او په تېره جون میاشت کې دا شمېر 8,600 پوځیانو ته را کم شو.

طالبانو او افغان حکومت تر اوسه د امریکایي پوځیانو د کمولو په اړه د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

ولسمشر ټرمپ د خپلو پوځیانو د را کمولو خبره په داسې وخت کې کړې چې په افغانستان کې لا هم د بندیانو د تبادلې پر سر د اختلاف له کبله د سولې بهیر له ځنډ سره مخ دی او نه ده څرګنده چې بین الافغاني خبرې به کله پیل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG