د لبان صدر ميشل اون په بيرت کې د زورورې چاؤدنې وروسته د کابينې غونډه بللې، په پلازمينه بېروت کې يې د دوه اوونيو دپاره بېړني حالت اعلان کړی دی، په بېروت کې د نهې/ سه شنبې په ورځ په زوروره چاؤدنه کې لږ تر لږه 70 تنه وژل شوي او د 3500 نه زيات وژل شوي دي.
که څه هم چارواکو د چاؤدنې علت نه دی ښودلی خو صدر اون په ټويټر ويلي،
هغه به تر هغې مطمئن نه شي چې څو پورې د دغه پېښې زمه وار نه وي مالوم شوی او هغه ته سزا نه وي ورکړی شوې.
هغه ويلي دا د قبلولو وړ نه ده چې اېمونيم نائټرېټ چې خواو شا 2750 ټنه وه د شپږو کالو نه په وئيرهاؤس کې پرته وه اود خلکو د خوندي کولو په لړ کې یې هیڅ حفاظتي ګامونه نه ؤ پورته کړی شوي.
وزيراعظم حسن دياب د دفاع د لوړ پوړې شورا سره ليدلي او ويلي يې دي زر به د دې چاؤدنې د پلټنو دپاره کميټي جوړه کړی شي.
هغه د شورو/ چهارشنبې په ورځ د يوې ورځې د ماتم اعلان کړی دی.
د اسرائيل په ګډون په نړيواله کچه د لبنان د خلکو سره خواخوږي شوې او اسرائیل په سمدستي ډول ویلي د دغه چاؤدنې سره هيڅ تعلق نه لري.
د لبنان او اسرائيل ترمنځ اړيکې ترينګلې دي ځکه چې په لبنان کې د حزب الله ترهګره ډله د اسرائيل سره په جنوبي پوله شتون لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه بیان کې ویلي: "زه غواړم ټولو هغو کسانو سره خپله ژوره خواشیني وړاندې کړم چې نن د بیروت په بندر کې د لویې چاودنې له کبله زیانمن شوي دي. مونږ له نزدې کتنه کوو او تیار یو چې د لبنان د خلکو سره مرسته وکړو چې دوی د دې غمیزې څخه روغیږي. "
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي امریکا تياره ده چې د لبنان مرسته وکړي او دوی د مرستو دپاره هلته موجود وي.
هغه ويلي پوځي چارواکو یې ورته ويلي چې د دوی په آند چاؤدنه د بم په شان وه.
عیني شاهدانو ویلي چې د نهې په ورځ دغه ناورین د یو شمېر کوچني چاودنو سره پېل شو چې مالومېده چې پټاخې دي او وروسته بیا یوه درنه چاودنه وشوه .
راپورونه وايي د چاؤدنې له امله د بېروت ساحلي ښار تباه شوی، ودانۍ او ولاړ ګاډي يې تباه شوي او د لبنان پلازمينه ټوله اغېزمنه شوې ده.