لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان د بابري جومات پر مځکه د هند له خوا د رام مندر جوړېدل وغندل
تازه خبر

پاکستان د بابري جومات پر مځکه د هند له خوا د رام مندر جوړېدل وغندل


واشنګټن ـــــ د هند وزیراعظم نریندرا مودي د خپل هېواد په شمالي ښار ایودهیا کې د تاریخي بابري جومات پر مځکه پرون د هندوانو د یوه لانجمن رام مندر بنیاد کښېښوو، هلته یې عبادت وکړ او بیا یې وینا وکړه چې پر ټیلیویژن میلینونو خلکو کتله.

پاکستان د هند دا ګام په کلکه غندلی چې وایي د شپاړسمې عیسوي پېړۍ د تاریخي بابري جومات پر مځکه مندر جوړوي.

د مندر د بنیاد ایښودلو تر مراسمو وروسته غونډې ته په وینا کې نریندرا مودي وویل، پر دې خاص موقع په ټوله نړۍ کې د رام منونکي د مبارکۍ حقدار دي:

"په ایودهیا ښار کې د پېړیو انتظار ختم شوی او روښانه باب پیلېدونکی دی، دا د هند لپاره یوه جذباتي شېبه ده".

مودي پخپله وینا کې د رام مندر جوړېدل د خپلو روایاتو نوی علامت وباله او ویې ویل چې د دې مندر په جوړېدو سره به د دوی د عقیدې او قومي جذباتو انځورګري هم وشي.

د رام مندر جوړېدل د نریندرا مودي د بهارتیه جنتا ګوند لپاره یوه کامیابي ګڼل کېږي، چې د تېرو درو لسیزو یې د دې لپاره مبارزه کوله او غوښتل یې چې د هندوانو د معبود راما لپاره مندر جوړ کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د هند د سپریم کورټ پر فیصله نیوکې کړې چې وایي له کبله یې د دې مندر جوړېدو لپاره لاره برابره شوه. خارجه وزارت پخپل بیان کې ویلي دا نه یواځې په هند کې تر انصاف د عقیدې د برترۍ ښکارندویي کوي بلکې د اکثریت پالنې نشاندهي هم کوي چې وایي دې کار اقلیتونه خصوصاً مسلمانان او د هغوی د عبادت ځایونه له خطر سره مخ کړي.

دا مندر خاص پر هغه ځای جوړ شوی چې د هندوانو په عقیده دا د راما د زېږېدو ځای دی، پر دې ځای جوړ شوی د شپاړسمې پېړۍ بابري مسجد په 1992م کال کې هندوانو ونړاوه چې د هندوانو او مسلمانانو تر منځ‌ یې جګړې را وپارولې.

هندوانو غوښتل چې پر دې مځکه د رام مندر جوړ شي او د هند سپریم کورټ د تېر کال په نومبر میاشت کې د دې مندر د جوړېدو اجازه ورکړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG