لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان سره خبرې کړي


د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي سره يې د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې کړي دي.

نوموړي په يو ټویټ کې ويلي د شاه محمود قرېشي سره یې په ټيلیفون د افغانستان د سولې د خبرو کې د دوامدارې همکارۍ او سيمه کې د سولې د ثبات د اهميت په اړه خبرې کړي دي.

هغه ويلي د شريکو ګټو او همکارۍ سېوا کولو ته سترګې په لار دي.

پمپيو د قرېشي سره دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې پرون د جمعې په ورځ په افغانستان کې د سولې لويه مشورتي جرګه پېل شوې ده.

دغه جرګه د هغو 400 طالب بنديوانو د خوشي کولو د مشورې په لړ کې رابلل شوې چې افغان ولسمشر اشرف غني ويلي هغه دغه صلاحیت نه لري چې دغه 400 بنديوان خوشي کړي ځکه چې دوی په سختو جرمونو کې ککړ دي.

مايک پمپيو د افغانستان دغه لويه مشورتي جرګه رابلل ستايلي چې د افغانستان د سولې د ملي ملاتړ دپاره کيږي تر څلوېښت کلن جنګ، وینو تویېدو او تباهۍ وروسته ښکېل اړخونه تیار دي چې دې شخړې ته د خبرو له لارې سیاسي حل ولټوي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ پخپل بیان کې ویلي، طالبان تیار دي چې که یې دغه پاته بندیان ژر خوشي شي نو د افغانستان د سولې له ملي ټیم سره خبرې به پیل کړي.

په بیان کې ویل شوي طالبانو دا ژمنه هم کړې چې د خبرو له پیلېدو سره به تشدد او پېښې را کمې کړي او د مذاکراتو ښکېل اړخونه به له سیاسي لارې پرېکړه وکړي چې دا اوږده جګړه پای ته و رسوي او پر مستقله او پراخه جنګ بندي سره رضا شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG