لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کراچۍ:پولیس افسر دغیرت په نامه خپله پېغله خور وژلې ده


دپاکستان دسندهـ ایالت په سرښار کراچۍ کې یو پولیس افسر خپله پېغله خور دغیرت په نامه وژلې ،پولیسو دغه تن نیولی اؤ وسله یې هم ترې ترلاسه کړې ده.

پاکستاني رسنیو دخالي په ورځ دپولیسو له خولې ویلي د نورالهدی په نوم یوه پېغله زده کوونکې دکراچۍ په کلفټن سیمه کې دهغې پولیس افسر رور قمر حسنین دخپل کور دننه وژلې ده.

پولیس وایي نولس کلنه نورالهدی دڅوارلسم ټولګي محصله وه اؤ رور یې په دې خبره خفه ؤ چې ولې دخپل یو ګاونډي سره په موبائیل خبرې کوي؟

دپولیس وینا ده چې دخالي په ورځ پولیس افسر (سب انسپکټر) قمرحسنین دکور دننه پخپلې خور ډزې کړي اؤ هغه یې وژلې ده چې تر دې وروسته پولیسو دغه تن نیولی اؤ هغه پولیسو ته ویلي چې په غیرت کې د راتلو له امله یې دخور د وژنې ګام پورته کړی.

په دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې د غیرت ترنامه د وژنو پېښې سیوا شوي اؤ د روانې میاشتې په پیل کې هم دکراچۍ دمنګهو پیر په غازي ګوټ شیمه کې یو هلک اؤ جینۍ دغیرت په نامه وژل شوي وؤ .

دکراچۍ په اورنګي ټاؤن سیمه کې هم تیره میاشت دغیرت په نوم په یو هلک اؤ جینۍ ډزې شوې وې چې پکې هلک وژل شوی اؤ جینۍ سخته ژوبل شوې ده

همدا شان د جولایي په اتمه نیټه په پېښور کې هم یو ۲۱کلن زلمی اؤ شپاړس کلنه پېغله دغیرت په نوم له وژل کیدو وروسته د کورنۍ غړو پرته له جنازې اؤ کفن ښخ کړي وؤ.

هرکال پاکستان کې په شلګونو ښځې اؤ سړي دغیرت په نوم وژل کیږي اؤ تیرکال دپاکستان دکورنیو چارو وزارت پخپل یو راپور کې ویلي وؤ چې د جون ۲۰۱۴م نه دجون ۲۰۱۸م پورې په ګرد هیواد کې د غیرت په نوم ۱۵۳۸ وژنې شوي دي.

سږکال دفرور په میاشت کې دپولیسو لخوا په ترتیب کړل شوي یو رپورټ کې ویل شوي چې چې د دتیر یو کال په مهال په سندهـ ایالت کې ۱۰۸ ښځې دغیرت په نامه وژل شوي دي.

پاکستان کې دبشري حقونو مبارزین اؤ څېړونکي وخت په وخت وایي چې قانون کې موجودو کمزوریو پاکستان کې خلک دغیرت په نامه په وژنو زړور کړي دي.

څېړونکي وایي د غیرت په نامه وژنو کې ککړ زیاتره کسان که پولیس ونیسي نو هم یې محکمه دکورنۍ نورو غړو سره د راضي نامې نه وروسته خوشې کړي چې دې عمل په خلکو کې د سزا ویره ختمه کړې ده

XS
SM
MD
LG