لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وبا له امله د افغان کډوالو بيرته ستنېدو ودرول شوی عمل نن بيا پېل شو


د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو اداره (يو اېن اېچ سي ار) وايي د پاکستان څخه د خپلې خوښې د بيرته ستنېدو ودرول شوی عمل نن د ګل/دوشنبې (اګست 10) نه بيرته پېل شو.

د پاکستان څخه په خپله خوښه د افغان کډوالو بیرته ستنېدو عمل د کرونا وبا له امله د مارچ په مياشت کې ودرول شوی ؤ.

يو اېن اېچ سي ار ويلي، د پاکستان او افغانستان د حکومتونو په مشوره يې په خپله خوښه د بيرته ستنېدو عمل د نن څخه پېل کړو.

ادارې ويلي، په لمړۍ کې به په اوونۍ کې دوه ورځې د خېبرپښتونخوا د نوښار د اضاخېلو او کوټې د بليلي مرکزونه پرانستې وي، هغه کډوال چې د پي او ار يا د يو اېن اېچ سي ار د مهاجرت د ثبت کارډ لري دوی کولی شي چې د ګل/دوشنبې او د نهې/ سه شنبې په ورځ دغو مرکزونو ته لاړ شي، دا مرکزونه به خلاص وي.

یو اېن اېچ سي ار ویلي د بيرته ستنېدونکو د نغدو مالي مرستو دپاره به په ننګرهار، کندهار او کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي شورا دفترې خلاصې وي او دوی ته هلته 250 ډالره ورکولی شي.

یو اېن اېچ سي ار ويلي هغه کسان چې مرکزونو ته راځي د کرونا وبا دپاره احتیاطي ګامونه دې پورته کړی شي.

د دې ترڅنګ په خلکو غږ شوی که څوک د کرونا په وايرس اخته وي هغوی دې مرکزونو ته د راتلو څخه ډډه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG