پاکستان
افغان حکومت:طالبانو سره بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو یو
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکوي ، چې د وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د دوی مذاکراتي ټیم چمتو دی.
د افغان ولسمشر ویاند دواخان مینه پال امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې وویل، چې د افغان ملت له غوښتنې سره سم چې له افغان حکومت یې درلودې د طالب بندیانو د خلاصون پروسې پیلول وو، دوی ورباندې عمل وکړ.
ښاغلي مینه پال زیاته کړه ، چې د دوئ له خوا د بین الافغاني خبرو د پیل پر وړاندې ټول خنډونه لرې شوي او مذاکراتي ټیم د خبرو اترو لپاره اماده دی.
ښاغلي مینه پال امریکا غږ ته وویل "د افغانستان د خلکو غوښتنه پایداره سوله ده ،دوئ د لویې جرګې پر مهال له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره مخامخ مذاکرات پیل کړي ،د افعانستان حکومت او زموږ مذاکراتي ټيم په بشپر ډول مذاکراتو ته اماده دی"
مینه پال دا هم وايي، چې اوس باید وسله وال طالبان د اوربند او تاوتریخوالي کمیدو ته راوړاندې شي.
سیاسي شنونکي هم وايي چې د بین الافغاني خبرو د پیل په برخه کې مقدماتي کارونه شوي دي، هغه کوم موانع او خڼډونه چې د دواړو لورو له خوا دیوې وسیلې په توګه کارول کیدل هغه د ۴۰۰ بندیانو خلاصیدل وو، چې ولسمشر یې فرمان امضأ کړ.
سیاسي تحلیلګر نصرت الله حقپال وايي، چې اوس د ۴۰۰ بندیانو د خلاصون لپاره لویې جرګې پریکړه وکړه،امریکا او طالبانو یې هم هرکلی وکړ،چې په دې سره ټول موانع لرې او باید بین الافغاني خبرې پیل شي.
دا چې د افغان دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ روان بهیر څومره بریالی دی او دواړه خوواې باید په کومو مسایلو هوکړې وکړي؟ ښاغلی حقپال زیاتوي"لا هم اوږد سفر مخکې پروت دی ، لوړې ژورې شته "
هغه وایي "کله چې دوه متضاد لوري راځي ، په میز سره کیني او د یو سیاسي چتر لاندې ژوند وکړي ،باید منتظر پاتې شو، خو ددې ترڅنګ د اوبند کول او په ټوله کې د تاوتریخوالي او جګړې کمول به هغه څه وي ، چې دواړه لوري یې باید وکړي او عمل ورباندې وکړي.
تېره ورځ ناوخته ولسمشر اشرف غني د سولې د لویې مشورتي جرګې د پریکړو له مخې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو تړون لاسلیک کړی ؤ.
ارګ ویلي چې ولسمشر د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۸ فقرې حکم او په کابل کې د ۱۳۹۹ کال د زمري پر ۱۷ د جوړې شوې سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنې پر اساس، د هغو نظامي منسوبینو د مجازاتو تخفیف او بخښنه منظور کړه چې د محاکمو د قطعي او نهایي حکم پر اساس محکوم شوي دي.
ارګ زیاته کړې، د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د تخفیف او بخښنې په اړه راغلي دي"د هغو نظامي منسوبینو د حبس مجازاتو پاتې موده چې تر پنځو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي، د جزایي اجراآتو قانون د ۳۵۰ مادې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي منع قانون د احکامو پر اساس، د هغوی د بند پاتې مودې ته له پام پرته، بښل شوي او له بند څخه دې خوشې شي"
طالبانو له امریکا سره د فبرورۍ پر ۲۹مه د توافق وروسته ژمنه وکړه چې د مارچ پر ۱۰مه به بینالافغاني خبرې پیلوي، خو شرط یې د ۵،۰۰۰ بندیانو خوشې کېدل وو. هغه لړۍ چې څو میاشتې وختیې ونیو او اوس تمه ده په نزدې راتلونکي کې بشپړه شي.
See all News Updates of the Day
د چین وزیراعظم نن په درې ورځني سفر پاکستان ته رسیږي
ټاکل شوې ده د چین وزیراعظم لي کیانګ نن د ګل یا دوشنبې په ورځ د پاکستان په درې ورځني سفر پلازمینې اسلام اباد ته رسیږي.
له تېرو ۱۱ کالو راپدیخوا پاکستان ته د چین د کوم وزیراعظم دا وړومبی سفر دی .
د پاکستاني رسنۍ وایي د چین د وزیراعظم ددې دورې مقصد په بدلېدونکي جغرافیایي سیاسي صورتحال اؤ د چین بیلټ اینډ روډ د منصوبې په وړاندې د پرتو خنډونو د مقابلې لپاره دوه اړخیزه همکارۍ ته وده ورکول دي.
د چین وزیراعظم پاکستان ته دا سفر په داسې حال کې کوي چې په شپږم اکتوبر د کراچۍ په جناح نړیوال هواي ډګر د چین د وګړو په یوه قافله شوي ترهګر برید کې دوه چینایي انجنیران وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی ؤ.
د پاکستان د خارجه دفتر د ویاندې ممتاز زهره بلوچ له مخې د چین وزیراعظم لي کیانګ پاکستان ته خپل دا سفر د وزیراعظم شهباز شریف په بلنه کوي .
ټاکل شوې ده چې د چین وزیراعظم به تر ۱۷م اکتوبر پاکستان کې ایسار وي اؤ هغه سره به په دې سفر کې د چین د تجارت،خارجه ، قامي ترقۍ اؤ اصلاحاتي کمیشن وزیران اؤ نور لوړ پوړي مامورین هم ملګري وي.
اسلام اباد کې به د چین وزیراعظم د خپل پاکستاني سیال شهباز شریف سره په سي پیک،اقتصادي همکارۍ اؤ دوه اړخیزه تجارت خبرې اترې کوي اؤ ددې تر څنګ به ورسره د سیمې اؤ نړیوال صورتحال په اړوند هم خیالات تبادله کوي،
د پاکستان بیلابیلې رسنۍ د سفارتي سرچینو له خولې وایي چې د چین وزیراعظم اؤ ورسره ملګرې ډله به د پاکستان د صدر اصف علي زرداري ، پارلیماني مشرانو اؤ د پوځي مشرتابه سره هم لیدنې کوي .
وزیراعظم لي کیانګ به د شنګهاي د همکاریو د سازمان په سرمشریزه غونډه کې هم ګډون کوي.
د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د رپورټ له مخې پاکستان ته د چین د وزیراعظم دې سفر کې به د سي پیک په راتلونکي پړاؤ پیلولو هم خبرې اترې کولی شي اؤ ددې تر څنګ د پاکستان په ایجنډه کې د توانایۍ په څانګه کې د چین پورونو ته سر دوباره کتنه هم شامل ده.
پاکستاني مطبوعات وایي چې پاکستان ته د چین د وزیراعظم د سفر په ایجنډه کې به په سي پیک اؤ نورو پروژو د کار کوونکو چینایي وګړو امنیت سر فهرست وي.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې د چین په وګړو ترهګریز بریدونه سیوا شوي اؤ شپږم اکتوبر د کراچۍ په هوایي ډګر د چینایي وګړو په یوه قافله برید کې دوه چینایي انجینران وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی ؤ.
تر دې برید وروسته چين د پاکستان نه د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره د ټولو اړينو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې وه
تر دې پېښې وړاندې سږکال په 26م مارچ هم د خېبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سیمه کې داسو ته روانه د چیني انجنیرانو په قافله یو ځانمرګي برید شوی و، پینځه د چین انجنیران او د هغوي یو پاکستانی ډرایور پکې وژل شوي وو.
همدا شان په 14 جولاي کال 2021م کې د خېبر پښتونخوا په بر کوهستان ضلعه کې د داسو هاییډرو پاور پلانټ تر څنګ شوي ترهګریز برید کې 9 د چین انجینیران،دوه د ایف سي عسکر اؤ یو ډرایور وژل شوی اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ.
سوات کې د غېرت په نوم یوه مېرمن وژل شوې ده
پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په سوات سیمه کې یوه ښځه د هغې خاوند اؤ وروڼو د غېرت په نوم وژلې ده.
د سوات د پولیسو په وینا دا پېښه تېره ورځ د منګلور پولیس تاڼې په حدود بنجوټ سیمه کې مخې ته راغلې ده.
د منګلور پولیس تاڼې یو چارواکي ابراهیم وې او اې ډیوه ته ویلي د سلما په نوم دغه ښځه باندې د هغې خاوند،دوؤ وروڼو اؤ لېور سخت تشدد کړی اؤ تر هغې وروسته یې ورله مرۍ غوڅه کړې ده.
پولیس وایي دوي ته د ابتداي پلټنو نه څرګنده شوې چې دا وژنه د غیرت په نوم شوې ده.
د پولیسو په وینا د پېښې په تړاؤ یې د وژل شوې ښځې خاوند،دوه وروڼه اؤ یو لېور نیولي اؤ د هغوي خلاف یې د قتل مقدمه درج کړې ده.
په سوات کې په دې وروستیو کې د غېرت په نوم د ښځو د وژنې کچه زیاته لوړه شوې ده اؤ سږکال د فرورۍ په میاشت کې د سوات د کبل په دیولۍ سیمه کې هم یو تن خپله ښڅه اؤ دې لوڼه د غېرت په نوم وژلې وې.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ وایي پاکستان کې د يوې اندازې له مخې هر کال د غیرت په نوم نزدې 1000 ښځې وژل کیږي او د ښځو او نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده.
اسلام اباد: د مذهب د سپکاوي اؤ انټرنیټي جرم په مقدمه کې یو تن ته د تېزندۍ اؤ عمري بند سزا اورول شوې
د اسلام اباد یو ځانګړي عدالت د مذهب د سپکاوي اؤ انټرنیټي جرم په تور کې د پنجاب د ګوجر خان خان سیمې یو اوسیدونکي ته د تېزندۍ اؤ عمري بند سزا اورولې ده.
د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې په پاکستان کې دا مقدمه د مذهب د سپکاوي د قوانینو اؤ سایبر کرایم یا انټرنیټي جرمونو په اړه د قانون سازۍ خپلو کې تعلق راڅرګندوي ځکه پاکستان کې د انټرنیټي جرمونو د مخنیوي قانون (پیکا)د ډیجیټل فورمونو له لارې د کېدونکو جرمونو د مخنیوي لپاره په چټکتیا سره کارول کیږی.
د اسلام اباد د ځانګړې محکمې جج محمد افضل مجوکا تورن تن د ګڼو دفعو په اساس قصور وار ګرځولی اؤ هغه ته یې د تېزندۍ اؤ عمري بند سزا اورولې ده.
د پیکا قانون لاندې د فعالې ځانګړې محکمې یا عدالت د فېصلې اعلان د پلټنو د مرکزي ایجنسۍ (ایف آي ای د تحقیقاتو نه وروسته شوی.
ایف آي ای په ابتداي توګه د تورن تن په ضد مقدمه درج کړې وه.
جج افضل مجوکا ملزم د مذهب د سپکاوي لپاره د ټولنیزو رسنیو په کارولو قصوروار یا مجرم بللی اؤ ویلي یې دي چې هغه ته د پاکستان پینل کوډ اؤ پیکا دواړو د لاندې سزا ورکول کیږي.
عدالت دغه تن ته د پیکا د ۱۱مې مادې په اساس د اوو کالو د بند سزا هم اورولې ده چې دا سزا د الیکټرانک تماسونو په اړه جرمونو کې ککړو مجرمانو ته ورکول کیږي.
د دې تر څنګ عدالت مجرم ته د اوو لکو روپو د جرمانې سزا هم اورولې ده.
سږکال د جولاي په میاشت کې فېکټ فوکس نومې ويب پاڼې په يو تحقيقاتي رپورټ کې انکشاف کړی ؤ چې په پاکستان کې د وکيلانو او د عامو خلکو يوه داسې ډله کار کوي چې په خلکو د مذهب د سپکاوي تورونه لګوي او بيا هغوي د پلټنو مرکزي ادارې ايف آي ای په لاس ونيسي او د خوشې کولو لپاره ترې پېسې غواړي.
په پاکستان کې په ځینو پېښو کې د مذهب په سپکاوي تورن کسان خلکو د قانوني اقداماتو بغېر په خپله وژلي دي.
څه موده مخکې د پنجاب په سيالکوټ ښار کې د سري لنکا یو شهري د مذهب د مبینه سپکاوي په تور قهرجنو خلکو ووژلو او سوځولو او په دې وروستیو ورځو کې په سېند صوبه کې یو ډاکټر هم د مذهب د سپکاوي په الزام پولیسو په مبینه جعلي مقابله کې وژلی ؤ.
د بشري حقونو ډلې تور پورې کوي چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په ضد قانون اکثر خلک د خپلو شخصي ګټو او یا په دښمنۍ کې کاروي.
د بشري حقونو فعالان د پاکستان د حکومت څخه دغه قانون ته د بيا کتنې غوښتنه کوي.
پښتون جرګه: پوځ، او وسله والې ډلې دې 60 ورځو کې وځي؛ په ډيورنډ پاسپورټ او ويزه نه غواړو
د پښتنو د حقونو تحریک پي ټي اېم لخوا په خیبر کې جوړې جرګې وسله والو ډلو، پوځ، طالب او داعش ته خبرداری ورکړی چې د پښتنو د سیمې نه دې په 60 ورځو کې وځي او غوښتنه یې کړې په ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د 2010م نه وړاندې حالت دې بېرته پر ځای شي.
د پي ټي اېم مشر منظور پښتين چې کله د جرګې د پرېکړو اعلان کوو نو د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا علي امین ګنډاپور هم د نورو پښتنو مشرانو سره په سټېج ولاړ وو. په سټېج د مرکزي حکومت لخوا کوم استازی، البته، په نظر نه ښکارېدلو. ټولو ګډونوالو دا قسم هم کړی چې د جرګې پرېکړې به عملي کوي.
ښاغلي پپښتین د جرګې د پرېکړو اعلان د پښتنو د سیمو نه د پوځ او وسله والو ډلو د ویستلو د غوښتنې نه پېل کړو:
“پاکستاني پوځ او وسله وال تنظیمونه چې په بېلا بېل نومونو د داعش نه تر طالب پورې یادېږي، دې جرګې مشترکه پرېکړه وکړه چې دوه میاشتې ټایم دې ورسره چې زمونږ د خاورې نه دې وځي.”
منظور پښتين وويل، که چري په دې دواو مياشتو کې په دې خاوره امن خرابوونکي قوتونه د دې خاورې څخه ونه وتل، بيا به دا جرګه خپل بندوبست کوي، چې څنګه د دې خاورې نه او د دغې وطن نه مونږ هر هغه قوت ايستلی شو، چې په دې خاوره جنګ جوړوي.
هغه ویلي د هرې ضلعې نه به د 3000 بې وسلې کسانو يو لشکر هم جوړېږي او وايي د دوی شمېر به د دوه لاکه نه زیات وي.
په خیبر کې د دریو ورځو د بحثونو وروسته، ښاغلي پښتین د جرګې اعلان د شپې ناوخته کړی او تر اوسه د جرګې پرېکړو ته حکومتي غبرګون ښودل شوی نه دی.
جرګې یوه مهمه فیصله دا کړې ده چې په ډېورنډ کرښه باندې څومره هم د تګ راتګ او تجارت ګېټونه، لارې دي، د 1893 نه واخله تر 2010 پورې چې په کومو قوانينو باندې پښتنو افغانانو ته د تګ راتګ اجازت وو بغېر پاسپورټ ويزې، هغه به بيا بحال کيږي.
د پاکستان حکومت د افغانستان او پاکستان تر منځ په ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزه لازمي کړې او وايي د دواو هېوادونو تر منځ د خلکو د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزه په ټوله نړۍ کې منل شوی قانون دی.
دا به کتلی شي چې د پښتنو دغه جرګه خپله پرېکړه څنګه عملي کوي. او ایا د افغانستان سره د مودو راسې په لانجو کې بوخت پاکستان به څنګه د جرګې دغه غوښتنه سر ته رسوي؟
د جرګې د پرېکړې په وخت په زرګونو خلک په یو لوی میدان کې ناست وو او هرې پرېکړې ته یې په ځواب کې شعارونه ورکول.
منظور پښتین جرګې ته سپارښتنه کړې وه چې د ډیورنډ کرښنه نه مني خو د 80 کسیزه جرګې په پرېکړه کې د ډيورنډ د کرښې د منلو یا نه منلو کومه خبره یاده شوې نه ده او یا کېدای شي منظور پښتین د پرېکړو د اعلان په وخت په دغه ټکي غلی پاتې شوی دی.
جرګې په خیبر پښتونخوا کې د لانجمن قانون، “اېکشن اېن اېډ اف سېول فاور” د ختمولو غوښتنه کړې. د یاد قاون تر مخه پوځ سره د کوم مشکوک تن د نیولو او نا معلومه مودې پورې د هغه د ساتلو اختیار دی. زیاتره قانون پوهان دغه قانون “تور قانون” بولي.
پښتون سیاستمدار افراسیاب خټک مخکې ویلي وو چې د یاد لانجمن قانون پر ضد یې سپریم کوټ ته په 2019م کې عریضه ورکړې خو سپریم کوټ تر اوسه د قضیې اورېدو لپاره ورځ یا نېټه ټاکلې نه ده.
دې ته ورته، یوه پرېکړه دا هم ده چې جرګه د پوځي عدالتونو فیصلې او د خلکو د بندي ساتلو مرکزونه نه مني او د ټولو سیاسي قېدیانو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده خو حکومت ته یې کومه نېټه نه ده ورکړې.
د ښاغلي پښتین په وینا د جرګې یوه پرېکړه دا ده چې بجلي د پښتون وطن پيدوارا دی، په قبايلي سيمو کې اعلان دا دی چې دا به مفته وي، خو د مفتې دا معنا نه ده چې بجلي به نه وي، او د پښتونخوا په نورو سيمو کې دوی د 60 زياتې روپۍ په يو يونټ اخلي، جرګې متفقه فيصله وکړه، چې د نن ورځې نه پس به هيڅوک په يو يونټ تر پينځو روپو زيات بل نه ورکوي.
منظور پښتين وویل، جرګې پرېکړه وکړه چې د پښتنو په منځ کې د قبيلو د يو بل ترمنځ شخړې دي، يا په دې وطن باندې د فرقو په بنياد باندې کوم جنګونه دي، د هغو د حل کولو د پاره جرګې خپله يوه جرګه جوړه کړه، هغه به ټولو ضلعو ته ځي خصوصي به کورمې ضلعې ته ځي، هلته او په ټولو ضلعو کې به د جنګ بندۍ پرېکړې کوي.
جرګې په بدیو کې د ښځو (یا سورې) ورکولو د رواج ختمولو پرېکړه کړې؛ په پي ټي اېم د حکومتي بندیز ختمولو غوښتنه کړې؛ د وسایلو په هکله د هغو پروژو تړلو خبره یې کړې چې که د جرګې استازې ډلې یې د پښتنو په ګټه نه ګڼي؛ وايي په جرګه کې د ګډونوالو خلاف د کوم ممکنه ګام اخستلو پر ضد به جرګه ودرېږي؛ د تړل شوو شناختي کارډونو د ازادولو غوښتنه د دې ګواښ سره شوې چې که دا کار ونه شو نو دا نور پښتانه به ورته کارډونه بېرته ورکوي او په بدل کې دې حکومت، د ښاغلي پښتین په وینا، د دوی اعلان ته انتظار وکړي.
ښاغلي پښتین ووېل چې جرګې دا فیصله هم کړې چې وردي یا بغیر وردي تن که د کوم پښتنون نه پیسې غواړي نو ټول قام به د دغه ډول “بهته خورۍ” يعني په زور د چا نه د پیسو اخستلو، پر ضد ودرېږي.
د جرګې په پرېکړو کې په پاکستان کې د چین د پنګو په اړه کومه خبره شوې نده او نه هم سیمه ایز سیاست کې د امریکا د رول لوبولو یا نه لوبولو غوښتنه شوې ده.
د پاکستان حکومت د پي ټي اېم په غوښتنه د قامي جرګې د جوړولو نه وړاندې، په شپږم اکتوبر پي ټي اېم یو غېر قانوني تنظیم وبالو.
په پي ټي اېم د حکومت د وروستي بنديز نه ډېره موده وړاندې، د پاکستان نزدې ټول حکومتي او شخصي ټېلېوېزنونه او د مېډیا نورې برخې، یا د خپله ځانه او یا د کومو چارواکو په اشاره، د پي ټي اېم اوسنۍ جرګې یا د دغه تنظیم د سولې لویو جلسو او غونډو ته ځای نه ورکوي.
د تېرې شورو/سهه شنبې په ورځ په خیبر کې پولیسو د جرګې میدان ته په ورغلو کې ډزې هم کړې وې.
پي ټي اېم وايي پولیسو په ډزو د تنظیم څلور کسان وژلي او نهه نور یې ژوبل کړي دي. قامي جرګې نن په پېښه کې وژل شوي کسان هم یاد کړل
د یادې پېښې وروسته، حکومت پي ټي اېم ته د جرګې په کولو مجبور شوی وو. د بشري حقونو ډلو د پي ټي اېم پر ضد د حکومت ګامونه غندلي وو.
پېښور ته نزدې، په خیبر کې د جرګې له امله، د تېرو څو ورځو راسې، د جرګې د ځای شاو خوا سیمو کې انټرنټ یا تړل شوی وو او یا ډېر ضعیف وو.
د انټرنټ د نشتوالي له امله، وي او ای ډيوه هم د جرګې د میدان نه نېغ په نېغه خبرونه ورکولای نه شو.
پښتون قامي جرګه: پوځ، طالب او داعش دې 60 ورځو کې د پښتنو له خاورې وځي، که نا، بندوبست به یې وکړي
د پښتنو د حقونو تحریک پي ټي اېم لخوا په خېبر کې جوړې جرګې وسله والو ډلو، پوځ، طالب او داعش ته خبرداری ورکړو، چې د پښتنو د سیمې نه دې په 60 ورځو کې وځي، او غوښتنه یې وکړه، په ډېورنډ کرښه دې د تګ راتګ لپاره د 2010م نه وړاندې حالت بېرته پر ځای شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشر منظور پښتين د پښتون قامي جرګې په درېمه شپه ناوخته د جرګې پرېکړې اعلان کړې.
منظور پښتين وويل، ، جرګې پرېکړه وکړه، "چې چونکې په دې خاوره نوره هیڅ بدامني، نور هیڅ جنګ نشته خو پاکستاني پوځ او وسله وال تنظیمونه چې په بېلا بيل نومونو د طالب نه تر داعش پورې ياديږي، دې جرګې مشترکه پرېکړه وکړه، چې دوه مياشتې وخت دی ورسره، زمونږ د خاورې نه دې وځي".
منظور پښتين وويل، "که چري په دې دوه مياشتو کې په دې خاوره امن خرابوونکي قوتونه د دې خاورې څخه ونه وتل، بيا به دا جرګه خپل بندوبست کوي، چې څنګه د دې خاورې نه او د دغې وطن نه مونږ هر هغه قوت ايستلی شو، چې په دې خاوره جنګ جوړوي".
نوموړي زياته کړه، "دې جرګې پرېکړه وکړه، چې بجلي د پښتون وطن پيدوارا دی، په قبايلي سيمو کې اعلان دا دی، چې دا به مفته وي، خو د مفتې دا معنا نه ده چې بجلي به نه وي، او د پښتونخوا په نورو سيمو کې دوی د 60 زياتې روپۍ په يو يونټ اخلي، جرګې متفقه فيصله وکړه، چې د نن ورځې نه پس به هيڅوک په يو يونټ تر پينځو روپو زيات بل نه ورکوي".
پښتين وويل، "جرګې پرېکړه وکړه، چې په ډېورنډ لاين باندې څومره هم د تګ راتګ او تجارت ګېټونه، لارې دي، د 1893 نه واخله تر 2010 پورې چې په کومو قوانينو باندې پښتنو افغانانو ته د تګ راتګ اجازت وو ، بغېر پاسپورټ ويزې، هغه به بيا بحال کيږي".
منظور پښتين وویل، "جرګې پرېکړه وکړه چې د پښتنو په منځ کې د قبيلو د يو بل ترمنځ شخړې دي، يا په دې وطن باندې د فرقو په بنياد باندې کوم جنګونه دي د هغو د حل کولو دپاره جرګې خپله يوه جرګه جوړه کړه، هغه به ټولو ضلعو ته ځي خصوصي به کورمې ضلعې ته ځي، هلته او په ټولو ضلعو کې به د جنګ بندۍ پرېکړې کوي".
نوموړي زياته کړه، "جرګې فيصله وکړه، چې نن ورځ نه پس وردي او بغېر وردي، يو پښتون به هیچا ته يوه روپۍ بهته خوري، قلنګ نه ورکوي، او که چري چاته د قلنګ کال، ټيليفون کېدو، يا په زور یې اخستله، دا قام ملت به ټول د هغه سره ولاړ وي".
Forum