لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: پولیسو‌ تربت کې د حیات بلوچ د وژنې مقدمه درج کړې، تورن ملېشه عسکر یې نیولی


واشنګټن ــــ د ایران پولې ته څېرمه د بلوچستان په تربت سیمه کې د وژل شوي بلوڅ طالبعلم حیات بلوچ د وژنې مقدمه نن درج شوې او پولیس وایي د ملېشه ځواکونو هغه عسکر یې نیولی چې ورباندې د حیات بلوچ د وژنې تور پورې کېږي.

د حیات بلوچ ورور مراد محمد وایي ورور یې د پنجشنبې- زیارت په ورځ له پلار سره د خورما په باغ کې کار کاوه، چې باغ ته نیژدې پر سړک د ملېشه ځواکونو له موټر سره چاودنه وشوه. وایي ملېشه عسکر باغ ته ور واوښتل، "حیات یې په څپېړه وواهه، لاس پښې یې ور وتړل او له باغه دباندې پر سړک یې اته ګولۍ وویشت او پر هغه ځای مړ شو".

د تربت د پولیسو یو مشر نجیب پندراني وایي، د پېښې معلومات یې له ملېشه ځواکونو سره شریک کړ او هغوی تر پلټنو وروسته د خپل ملېشه عسکر غلطي منلې او هغه یې پولیسو ته سپارلی دی. وایي ملېشه ځواکونو منلې چې عسکر یې له خپلو اختیاراتو تجاوز کړی دی.

د 25 کلن حیات بلوچ کورنۍ وایي‌ هغه د کراچۍ پوهنتون په فزیالوجي څانګه کې د بي ایس د وروستي کال زده کوونکی وو، خو اوس چې د کرونا وایرس له کبله پوهنتون بند وو نو هغه په رخصتیو کې کور ته تللی وو او له خپل پلار سره یې د خورما په باغ کې مرسته کوله.

وي او اې ډیوه د ایف ای آر کاپۍ تر لاسه کړې چې د حیات بلوچ د مشر ورور مراد محمد په مدعیت کې درج شوې ده. په ایف ای آر کې مراد محمد یو ځای د خپل پلار مرزا محمد له خولې ویلي:

"تر چاودنې وروسته دوه ملېشه عسکر باغ ته راغلل او محمد حیات یې په کشولو سړک ته بووت، زه او ستا (مراد) مور هم تر شا ورپسې راغلو، په سپینو جامو کې د ایف سي یو ږیره لرونکي تن محمد حیات زما په مخ کې په مځکه پرې ایست او لس کم دوولس بجې یې پخپل توپک په ډزو و واژه".

د بلوچستان د ملېشه ځواکونو دفتر تر اوسه د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو پولیس وایي مقدمه یې د قتل د 302 دفعې په بنیاد درج کړې او پر نیول شوي ملېشه عسکر یې د جوډیشل مجسټرېټ په امر اووه ورځې ریمانډ تر لاسه کړی دی.

پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خلکو د حیات بلوچ د وژنې غندنه کړې او د "جسټس فار حیات بلوچ" په نامه تر هېش ټېګ لاندې یې د هغه له کورنۍ سره د انصاف غوښتنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG