لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څيړونکي: د عرب اماراتو او اسرايل تړون ته د پاکستان ځواب کمزورې بهرنۍ پاليسي څرګندوي


په پاکستان کې څیړونکي وايي د متحده عرب اماراتو او اسرايل ترمنځ شوي سفارتي تړون په اړه پاکستان ډېر کمزوری دريځ خپل کړی او دا بيان ښايي چې د پاکستان بهرنۍ پاليسي څومره کمزورې ده او ځينې بيا وايي ښکاري چې پاکستان اوس د فلسطين د ازاد رياست د غوښتنې نه په شا شوی د اسرايل د منلو تياری کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ويلي د متحده عرب اماراتو او اسرايل تر منځ د سفارتي اړيکود برابرولو په تړون خبر دی او دا پرمختګ به په راتلونکې کې سختې نتيجې ولري.

پاکستان ويلي د فلسطيني وګړو د قانوني حقونو او د هغوی د خپلواکۍ کلک ملاتړ کوي او دا چې په منځني ختیځ کې تلپاتی امن د پاکستان لومړۍ ترجيح ده.

په پاکستان کې څيړونکي وايي پاکستان نه شي کولی چې په خپله خوښه ازاده بهرنۍ پاليسي جوړه کړي او ډاګيز دريځ څرګند کړي.

د نړيوالو چارو کار پوهه ماريانه بابر وايي، پاکستان نه خو د دغه عمل ملاتړ وکړو او نه يې غندنه وکړه، خپله پاليسي يې پټه ساتلې ده.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغې وويل، "ښکاري يو خو پاکستان د فلسطین د ازاد رياست د غوښتنې نه په شا شوی بل دا چې سعودي عرب چې د اسلامي هېوادونو مشري کوي په دغه اړه يې کوم بيان نه دی ورکړی چې هغه کوم طرف ته ځي، او مونږ خبر يُو چې سعودي عرب په پټه د اسرايل سره تعلق ساتي او بيا صدر ټرمپ ويلي چې يو بل اسلامي ملک به په درې مياشتو کې اسرايل تسليم کړي".

بابر وايي پاکستان به اول ټول حالات ګوري او بيا به په کور دننه هم ګوري چې ايا اولس به دې تيار وي چې اسرايل ومني؟، دا خبره په خپل ځای پرته ده.

اغلې وايي د هغې په نظر ښکاري پاکستان هم د اسرايل دپاره د متحده عرب اماراتو په لار روان دی، خو په ښکاره څه نه شي ويلي او که پاکستان ازاد فلسطین رياست مني نو د اسرايل د منلو تياری هم کوي.

د نړيوالو چارو کارپوهه او پخوانی سفير رستم شاه مومند وايي، پاکستان د خپلو خلکو د جذباتو ترجماني نه ده کړې کمزوری بيان يې بيان يې ورکړی او دا د کمزوري حکومت څرګندونه کوي.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "پاکستان تل د فلسطين په اړه خبره اخوا دېخوا کړې ده، دا نه ده مالومه چې د امريکې د ويرې يې کوي يا بل څه وجه ده خو واضحه خبره نه کوي او دا د پاکستان کمزورې پاليسي څرګندوي ځکه چې د پاکستان د ګاونډيانو سره هم اړيکې سمې نه دي علاوه د چين نه، او اوس يې د سعودي عرب سره اړيکې خرابې کړې".

په اقرا پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو استاز (اسټنټ پروفېسر) شهريار وايي، د هغه په نظر پاکستان په خپل بيان کې د احتياط نه کار اخستی دی ځکه چې پاکستان نه غواړي چې د متحده عرب اماراتو سره اړيکې خرابې کړي ځکه چې پاکستان په متحده عرب اماراتو اډاڼه لري.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ښاغلي شهريار وويل، "د پاکستان ښکاره خبره نه کول ښايي چې دی په نورو ملکونو انحصار لري د کوم څه له وجې چې هغه ازادانه پالیسي نه شي چلولی".

نوموړي زیاته کړه پاکستان نه شي کولی چې ټول هېوادونه خوشحاله کړي او منځنۍ پاليسي جوړه کړي ځکه چې په نورو ا‌ډاڼه لري او بيا له دغې امله د سخت فشار سره مخ دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG