لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روحاني: له اسرایلو سره د عرب اماراتو سفارتي تړون لویه غلطي ده، بدې نتیجې به یې وویني


واشنګټن ــــ له پاکستان او ترکي وروسته ایران هم له اسرایلو سره د متحده عربي اماراتو پر سفارتي تړون اندېښنه څرګنده کړې ، دا یې د دې خلیجي هېواد "لویه غلطي" بللې او دا یې له فلسطینیانو سره خیانت او غداري بللې ده.

د ایران صدر حسن روحاني د جمعې په ورځ په یوه ټیلیویژني وینا کې عرب اماراتو ته خبرداری ورکړی چې که اسرایلو ته په سیمه کې د پښې ایښودلو ځای ورکړي دا به یې تاریخي غلطي وي.

د صدر روحاني تر څنګ د ایران پاسداران انقلاب ځواک هم د عرب اماراتو دا اقدام "له شرمه ډک" او "ناوړه" بللی او وایي له اسرایلو سره دا تړون د امریکې تر اغېز لاندې شوی او دا به یو اې اي ته ښې نتیجې ونه لري.

د اسرایلو او متحده عرب اماراتو تر منځ‌ سفارتي تړون د امریکې په منځګړتوب شوی چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ یې د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ اعلان وکړ، چې د رایټرز خبري ایجنسۍ په وینا دې تړون ته د ایران د مخالفت د پیاوړي کولو په نظر کتل کېږي.

د ایران صدر روحاني ویلي، په امریکا کې د دې تړون له اعلانولو د دې خبرې باوري کول ښکاري چې ولسمشر ټرمپ به په نومبر کې د امریکې د ولسمشرۍ د یو بل پړاو انتخابات هم وګټي:

"که دا ناسم تړون نه وي نو ولې اوس او په یوه بل درېیم هېواد امریکا کې اعلان شو؟ د دې لپاره چې د واشنګټن دا ښاغلی [ټرمپ] ووټونه وګټي، ته [عرب امارات] له خپل هېواد، له خپلو خلکو، مسلمانانو او عربي نړۍ سره خیات کوې؟".

تر اوسه ترکي، پاکستان او د فلسطین خلکو د اسرایلو او متحده عرب اماراتو تر منځ د سفارتي تړون مخالفت کړی دی، خو مصر او بحرین د دې تړون هرکلی کړی دی.

متحده عربي امارات لومړی خلیجي او له اردن او مصر وروسته درېیم عرب هېواد دی چې له اسرایلو سره یې د اړیکو د عادي کېدو لپاره سفارتي تړون کړی چې د دواړو ملکونو تر منځ به د پروازونو، سرمایه کارۍ، سیلګرۍ، روغتیا، خېرښېګړې او کلچر په برخه کې لوظنامې لاسلیک کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG