لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یورپي هېوادونو کې کرونا وایرس بیا زیاتېږي او نوې پابندۍ یې اعلان کړې دي


واشنګټن ــــ په یورپي‌ هېوادونو کې د کرونا وایرس درېدلې څپه یو ځل بیا پیل شوې او کېسونه یې زیاتېږي چې له کبله ځینو هېوادونو د نویو بندیزونو په اعلانولو سره هوټلونه، نایټ کلبونه او نور ولسي ځایونه بند کړي دي.

د کرونا وایرس د بیا خپرېدوه یوه وجه د خلکو ماسک نه په مخ کول دي ځکه دا ځل ډېرو هېوادونو د ماسک په مخ کول هم لازمي کړي دي.

د وایرس دویم ځل خپرېدو په یورپي ملکونو کې د خطر ګنټۍ ده او د نویو بندیزونو له کبله د یورپ په ډېرو هېوادونو کې د ګرمۍ د رخصتیو په مهال د سیل په ځایونو کې د خلکو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره هم ګامونه اخیستل شوي دي.

په برتانیا، فرانس، ایټلي او سپېن کې تر اوسه پورې په مجموعي ډول تر یو لک 41 زره زیات کسان له کرونا وایرسه مړه شوي او تر یوولس لکه 65 زره زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شوي‌ دي.

د اسوشیېټیډ پریس د خبر له مخې د برتانیې له خوا د نویو لګېدلو بندیزونو له کبله هغو کسانو ته څورلس ورځې په قرنطینه کې د اوسېدلو امر شوی دی چې په سیل فرانس ته تللي او بیرته برتانیې ته ستانه شوي دي.

په برتانیا کې نن د شنبې- خالي په ورځ درې تنه مړه شوي او تر 1000 زیات نوي کسان په کرونا وایرس اخته شوي دي.

تر ټولو سخت بندیز په سپېن کې لګېدلی ځکه چې په تېرو څورلسو ورځو کې په دې هېواد کې 50 زره نور کسان په کرونا وایرس اخته شوي دي. د دې هېواد د روغتیا چارواکي وایي، هغه ولسي ځایونه یې بند کړي چې خلک پکې تر خپل منځ دوه میټره فاصله نه ساتي.

په ایټلي کې هم کرونا وایرس په دویم ځل په خپرېدو دی، چې نن د شنبې- خالي په ورځ یې څلور تنه مړه شوي او 629 تنه یې په دې اغېزمن شوي‌ دي چې دا د مې میاشتې له 28مې را په دې خوا تر ټولو زیات شمېر دی.

د ایټلي پر ساحلونو نوي بندیزونه لګېدلي چې ورسره خلک له هر ډول آتش بازۍ او ګڼې ګوڼې منع کړل شوي دي.

یوناني چارواکو هم له خلکو غوښتي چې تر اوو ورځو پورې په بندو او پرانیستو ولسي ځایونو کې ماسک ضرور په مخ کړي. په دې هېواد کې تر عامو رخصتیو وروسته د کرونا وایرس پېښې په زیاتېدو ښکاري.

په یونان کې د سیل په ځایونو کې تر نهو د زیاتو کسانو په را غونډېدو بندیز لګېدلی او تر نیمې شپې وروسته د هوټلونو او نایټ کلبونو د بندېدو امر شوی دی.

په فرانس کې تېره اوونۍ د کرونا وایرس په پېښو کې 60 فیصده زیاتوالی لیدل شوی او د دویمې څپې له پیلېدو سره چارواکو پایتخت پېرس "د خطر سیمه" اعلان کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG