لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: امریکايي ځواکونه به له عراق څخه ژر ووځي


ولسمشر ډانلډ ټرمپ د عراق له لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو پوښتنې ځوابوي.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ د عراق له لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو پوښتنې ځوابوي.

واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ چې په سپینه ماڼۍ کې د عراق له لومړي وزیر سره څنګ ته ناست وو ژمنه وکړه چې په زرګونو امریکايي سرتیري به له عراق څخه وځي او ژر به وځي خو په دې اړه یې د کوم مهال ویش اعلان و نه کړ.‌

ولسمشر ټرمپ د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، "یو وخت به مونږ له عراق څخه وتلي یو. مونږ د سرتېرو شمېر ډېرې ټیټې کچې ته راوستی دی."

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه، "مونږ هاغې ورځې ته انتظار باسو چې مونږ باید نور هلته نه اوسو. عراق خپله ژوند کولای شي او له خپلو ځانونو دفاع کولای شي چې دا دوی د اوږدې مودې راهیسې او زمونږ له ښکېلتیا څخه هم له مخکې کوي."

کله چې له ټرمپ څخه د خبریالانو لخوا د سرتېرو د مهال ویش په اړه پوښتنه وشوه نو ولسمشر ټرمپ وویل،‌ "چې دا به په څو میاشتو کې وي، یو څو میاشتې" او بیا یې په خونه کې د بهرنیو چارو وزیر ته پوښتنه واړوله.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ځواب کې وویل، "څومره ژر چې مونږ خپل ماموریت بشپړ کړو."

پمپیو وړاندې وویل، "ولسمشر روښانه کړه چې دی غواړی زمونږ د سرتېرو شمېر تر ټولو ټیټې کچې ته راولي څومره ژر چې یې مونږ کولای شو. دا هدف یې مونږ ته راکړی او مونږ له عراقیانو سره کار کوو چې دغه هدف ترلاسه کړو."

امریکا په عراق کې کابو ۵۰۰۰ سرتیري لري چې د ترهګرۍ پرضد عملیاتو او د عراقي سرتیرو په روزنه باندې بوخت دي.

د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي ټرمپ ته وویل، چې "دی د داعش سره په جګړه کې د امریکا د ټول ملاتړ څخه قدرداني کوي. دا ملاتړ زمونږ د هېوادونو د غوره ګټو لپاره زمونږ شراکت ځواکمنوي."

الکاظمي ژمنه وکړه چې په عراق کې به د فساد له منځه وړي او دا هغه څه دي چې د بهرنیانو پانګونه په ځانګړې توګه له امریکا څخه راجذبوي.

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې د زیارت یا پنجشنبې د ورځې په اجندا کې بله مسله د کوردستان د سیمې وه.

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل، "مونږ له کردانو سره ډېرې ښې اړیکې لرو او مونږ ورسره ډېره ښه رویه کړې."

ټرمپ د داعش د خلافت په ماتولو کې د کردانو له همکارۍ څخه هم مننه وکړه.

الکاظیمي یو پخوانی ژورنالست دی چې بیا د خپل هېواد د استخباراتو مشر شو او لومړي وزیر په څوکۍ په مې میاشت کې کښېناست.

دی د عراق دریم لومړی وزیر وه چې په لسو اونیو کې په عراق کې د وزیر اعظمۍ لپاره بدل شول.

څلور مېاشتې مخکې له دې چې دی په څوکۍ کښیني د امریکا په یو ډرون برید کې د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د عراقي ملیشو مشر ابو مهدي المهندس او د ایران جګ پوړی جنرال قاسم سلیماني ووژل چاچې عراقي وکیلان دې ته هڅول چې له عراق څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو قانوني مسوده مخکې کړي.‌

عراق همدارنګه د عراق په تېلو او برېښنا باندې زیاته تکیه لري چې واشنګټن غواړوي دا ودرېږي.

پنځو امریکايي کمپنېو د شورو یا چهارشنبې په ورځ له عراقي حکومت سره یو شمېر تړونونه لاسلیک کړل چې په ترڅ کې یې له ایران څخه د عراق د انرژۍ خپلواکي زیاته شي.‌

د عراق لومړي وزیر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ دا هم وویل، چې عراق د امریکا تجارت او پانګونې ته پرانیستی دی.‌

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG