لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي د افغانستان سره د سوداګرۍ سېوا کولو دپاره اسانتياوې برابروي


پاکستان وايي د تورخم په پوله د ټرانزټ او نورې سوداګرۍ د ګاډو د تګ راتګ دپاره اسانتیاوې برابروي د کسټم دپاره نوې اډې جوړوي او په غلام خان به د ټرانزټ دپاره د افغانستان سره خبره وکړي.

د اسټېبلشمنټ ډويژن دپاره د وزیراعظم سلاکار او د سرحداتو او ويزو دپاره د ځانګړې څانګې مشر ارباب شهزاد په پېښور کې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره د افغانستان د سوداګرۍ په سر خبرې اترې کړي دي.

وروسته خبري غونډې ته په خبرو کې ارباب شهزاد وويل، دا وخت په تورخم د افغان ټرانزټ او نورې سوداګرۍ د درې زرو پورې کنټېنرې ايساري دي او حکومت پلان لري چې د دوه اړخيزه تجارت په وړاندې دا ځنډ ختم کړي.

نوموړی وايي د دوه، درې زره پورې ټرکونه په لاين کې دي دومره صلاحيت نشته چې دا په يو ځای وويستل شي نو يو دا چې دا مخکني ويستل دي او بل دا چې دې ته سمه طريقه جوړول دي.

هغه وويل په پوله د سکېننګ يا ګاډو کتلو په عرض يې اړونده ادارو ته د يوې اوونۍ وخت ورکړی چې دغه عمل ګرندی کړی شي.

ارباب شهزاد زياته کړه د افغان ټرانزټ او نورې سوداګرۍ د اسانتیا دپاره درې دايمي سټېجنګ ايرياز يا کسټم اډې جوړوي، چې پکې به يوه په کرک، بله د پېښور په متنو او درېمه د لنډي کوتل په حمزه بابا مېدان کې او يوه عارضي به د تورخم د پولې سره نزدې جوړولی شي.

هغه وويل د شمالي وزيرستان په غلام خان پوله د ټرانزټ دپاره د افغان چارواکو سره خبره کوي او د جنوبي وزيرستان د انګور اډې او د کرمې د خرلاچي پولې ته به را روانه اوونۍ د کسټم عمله ولېږلی شي.

هغه وويل د دغو ګامونو سره به د تورخم په پوله د سوداګرۍ د ګاډو زور يو څه کم شي.

د خېبرپښتونخوا د سوداګرو د چېمبر مشر انجينير مقصود انور پروېز وايي پکار ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ ته د سياست نه جدا وکتل شي او د شوؤ ژمنيو عملي کولو دپاره ګامونه پورته کړی شي.

هغه وايي بايد داسې ګامونه پورته شي چې دوه اړخيزه سوداګري ترې وده ومومي.

د پاکستان او افغانستان سوداګر د پخوا راهسې دا شکايت کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تل د سياست ښکار شوې ده.

ارباب شهزاد وايي د بده مرغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم د یو ارب ډالرو نه کم شوی دی او دوی هڅه کوي چې په راتلونکو اوونيو کې دا سوداګري هغه ځای ته ورسوي کوم چې د کرونا وبا له امله د پولو د بندېز نه وړاندې ؤ.

هغه دا هم وویل دوی هڅه کوي چې دوه اړخیزه سوداګري درې اربه ډالرو ته ورسوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG