لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ډیموکرېټ ګوند صدارتي امیدوار جوبایډن په ټاکنو کې ټرمپ ته د ماتې ورکولو هوډ وکړ


واشنګټن ــــ د امریکې پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن- چې تقریباً نیمه پېړۍ یې د امریکا په سیاست کې تېري کړي- پرون په رسمي توګه د ډیموکرېټ ګوند له خوا د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته امیدوار شو او د امریکا خلکو ته یې وویل همدا وخت دی چې د ریپبلن ګوند ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته ماتې ورکړي.

د پنجشنبې- زیارت په ماښام د ډیموکرېټ ګوند د کنونشن په وروستۍ ورځ پخپله وینا کې جوبایډن وویل، د امریکې ولس به په ګډه دا توره دوره ختموي چې د ده په وینا دا وخت پر امریکا مسلطه ده.

ښاغلي بایډن په خپله تقریباً نیم ساعته وینا کې د کورونا وایرس د مخنیوي په اړه د ولسمشر ټرمپ پر تګلاره نیوکې وکړې او ویې ویل چې په امریکا کې په میلینونو کسانو خپل روزګار بایللی دی:

"ټرمپ په امریکا کې د کورونا وایرس د خپرېدو ذمه واري‌ نه مني او په دې ټوله موده کې دغه صدر تر اوسه د دې وبا د مخنیوي لپاره څه پلان نه لري، هغه د امریکا په ژغورلو کې ناکامه شوی دی او دا د منلو وړ نه ده".

د امریکا د ډیلاوېر ایالت له ویلمنګټن ښاره- چې بایډن پکې اوسېږي- په آنلاین بڼه د ډیموکرېټ ګوند په درې وځني کنونشن کې دا د جوبایډن وروستۍ وینا وه، چې ګوند یې هغه او د ده مرستیاله صدره کامیلا هېرس په رسمي توګه د نومبر د درېیمې د ولسمشرۍ ټاکنو ته امیدواران اعلان کړل.

د ریپبلکن ګوند په استازیتوب د ولسمشر ټرمپ‌ څلورورځنی آنلاین ملي کنونشن به د راتلونکې ګل- دوشنبې په ورځ پیلېږي، خو هغه پرون لا د پینسلوېنیا ایالت په اولډفورج نومي ښار کې- چې د بایډن د هلکوالي ښار سکرېټن ته نیژدې دی- پخپله وینا کې د خپل ګوند له خوا پر ډیموکرېټ امیدوار د نیوکو پېشبینۍ وکړې.

ولسمشر ټرمپ د بایډن تر وینا مخکې خپلو پلویانو ته وویل "که تاسې د بایډن په ولسمشرۍ کې خپل ژوند لیدل غواړئ نو په مینیاپولس ښار کې د سوځېدونکو ودانیو، په پورټلېنډ کې د خونړیو پېښو او د شکاګو په وینو لړلې لارې در یادې کړئ او تصور وکړئ چې دا هر څه ستاسې سیمې بلکې د امریکا هر ځای ته رسېدونکي دي".

د کرونا وایرس له کبله د امریکا د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته د دواړو ګوندونو کنونشنونه په آنلاین بڼه ښودل کېږي، راتلونکې اوونۍ به د ریپبلکن ګوند څلور ورځنی کنونشن هم آنلاین وي چې د ګوند مشران به یې ټرمپ او مایک پینس د صدر او مرستیال صدر په توګه امیدواران اعلانوي.

ولسمشر ټرمپ به کنونش ته خپله وروستۍ وینا د اګست پر 27مه کوي چې په رسمي توګه به د خپل ګوند له خوا د ولسمشرۍ د امیدوارۍ قبلولولو اعلان کوي او دا وینا به د امریکې له سپینۍ ماڼۍ خپرېږي.

بایډن 36 کاله سنېټر پاته شوی او اته کاله د پخواني ولسمشر بارک اباما د مرستیال صدر په توګه پاته شوی، خو پخپله وینا کې یې یو ځل هم ولسمشر ټرمپ‌ په نامه یاد نه کړ، خو د هغه د ولسمشرۍ پر تېرو درې نیمو کلونو یې پرله پسې نیوکې وکړې.

جوبایډن تور ولګاوه چې وایي ټرمپ له هېواده بهر له ډیکټېټرانو سره همکاري کوي خو له خپلو روایتي متحدینو سره یې اړیکې کمې کړې دي، د لوی عمره امریکایانو د پینشن او روغتیا مالي بیمه یې په خطر کې اچولې او خصوصاً وایي په امریکا کې د نسلي انصاف په اړه د اندېښنو په ختمولو کې ناکامه شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG