لاس رسیدونکی لینک

 
د پاکستان مرکزي حکومت وطن ته د نواز شریف د ور ستنولو پرېکړه کړې
تازه خبر

د پاکستان مرکزي حکومت وطن ته د نواز شریف د ور ستنولو پرېکړه کړې


واشنګټن ــــ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د واکمن تحریک انصاف یوه مهمه غونډه شوې چې پکې وطن ته د پخواني وزیراعظم نواز شریف د بیرته را ستنولو پرېکړه شوې ده.

په اسلام اباد کې خبري‌ غونډې ته د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز د مسلم لیګ نواز ګوند پر مشر تور ولګاوه چې وایي د علاج په پلمه له پاکستانه تښتېدلی دی:

"د اسلام اباد هایکورټ له پرېکړې سره سم که هغه د خپل ضمانت موده غزول غواړي نو عدالت ته به وړاندې کېږي، ځکه اوس موږ هڅې تېزې کړې دي نوازشریف به بیرته راولو".

په 2018م کال کې احتساب عدالت نواز شریف او د هغه لور مریم نواز ته په لندن کې د غیرقانوني جایداد لرلو په تور په ایون فیلډ نومې مقدمه کې د بند سزاوې اورولې وه.

د دې تر څنګ د احتساب یو بل عدالت د مالي درغلیو په تور په العزیزیه نومې مقدمه کې هم نواز شریف ته اووه کاله د بند سزا اورولې وه، خو تېر کال اسلام اباد هایکورټ نواز شریف د خراب صحت له کبله خوشي کړی وو.

د تحریک انصاف ګوند حکومت تېر کال د نوازشریف نوم د سفري‌ بندیزونو له نوملړه ایستلی وو او هغه ته یې لندن ته د تللو اجازه ورکړې وه، خو د واکمن ګوند وزیران اوس پر نوازشریف تور لګوي چې وایي‌ هغه د جعلي طبي رپوټونو له لارې لندن ته تللی وو.

د واکمن تحریک انصاف ګوند دې پرېکړې ته د مسلم لیګ نواز ګوند یو مرکزي مشر احسن اقبال وایي، د حکومت دا تورونه بېځایه دي چې ګواکې نوازشریف په جعلي رپوټونو د علاج لپاره تللی دی:

"نواز شریف دا وخت خپل علاج کوي او تر علاج کولو وروسته به راشي خو دوی د هغه له سیاسي کرداره دومره وېرېږي‌ چې خپله سهار ماښام دعاوې کوي چې هغه را نه شي".

که څه هم د پاکستان مرکزي حکومت د پخواني وزیراعظم د بیرته ور ستنولو اعلان کړی دی خو مهمه خبره دا ده چې پاکستان یو بل ته د ملزمانو د سپارلو لوظنامه نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG