لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان وایي په ترهګرو ډلو اؤ تندلارو یې نوي بندیزونه نه دي لګولي


پاکستان وایي په ناچله ګرځول شوؤ تنظیمونو طالبانو،داعش یا نورو تندلارو یې په انفرادي ډول کوم نوي بندیزونه نه دي لګولي اؤ په دې اړوند یې دهندي مطبوعاتو دعوې رد کړي دي.

دجمعې په شپه دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت په طالبانو اؤ نورو تندروه ډلو د بندیزونو یو نوملړ خپور کې ؤ چې هغې کې افغان سولې دپاره دطالبانو دمذاکراتي ډلې دمشر ملاعبدالغني برادر ،دطالبانو د مرستیال مشر سرج الدین حقاني اؤ حقاني کورنۍ د یو شمیر نورو غړو نومونه هم شامل دي .

نړیوالې خبري شبکې ای پي پخپل یو راپور کې ویلي اسلام اباد د ترهګرو ډلو اؤ تندلارو په ضد دا ګام په داسې مهال اخستی چې دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ سږکال فرورۍ کې دسولې دتړون نه راروسته اوس طالبان اؤ افغان دولت دسولې خبرو اترو ته چمتووالی نیسي.

ددغه نوملړ دخپریدو وروسته په هندي مطبوعاتو کې داسې دعوې مخې ته راغلې وې چې ګنې اوس هم ترهګرې ډلې اؤ تندلاري پاکستان کې فعاله دي اؤ پاکستان د نړیوالو فشارونو نه د ځان ژغورنې په خاطر په دغو ډلو دتش په نوم بندیزونو اعلان کړی دی .

هندي مطبوعاتو دا هم ویلي وؤ چې دپاکستان لخوا په ترهګرو ډلو اؤ تندلارو نوي بندیزونه ښایي پاکستان پخپله هم په دغه هیواد کې دترهګرو دموجودیت خبره منلې ده.

خو دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت پخپله یوه تازه اعلامیه کې دهندي مطبوعاتو دا دعوې رد کړي اؤ ویلي یې دي پاکستان پخپلو سپارښتنو کې یوازې هغه ترهګرې ډلې اؤ تندلاري په ګوته کړي چې دملګرو ملتونو دامنیت شورا دڅار ادارو پرې له وړاندې څخه بندیزونه لګولي دي.

دبهرنیو چارو د وزارت ویاند پخپل بیان کې ویلي چې په ۱۸م اګست دبهرنیو چارو وزارت دوه نوملړونه خپاره کړي وؤ چې هغې کې دطالبانو،داعش اؤ القاعده په ضد دملګرو ملتونو له لوري لګول شوي بندیزونه په ګوته کړل شوي وؤ.

ویاند زیاته کړې چې پاکستان په تیرو وختونو کې هم دخپلو نړیوالو مسولیتونو په اساس دغسې نوملړونه مخې ته راوړي اؤ هندي مطبوعات په دې اړوند ناسمې دعوې کوي.

پاکستان دا مهال ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې شامل دی اؤ څېړونکي وایي چې که دې هیواد دناقانونه پیسو دلیږد اؤ دترهګرو دمالي سرچینو د وچولو په اړوند رغنده ګامونه وانه خستل نو دپاکستان نوم به تور فهرست ته ورګډ کړل شي چې له هغې وروسته به پرې بندیزونه ولګي.

د کال ۲۰۱۸م د جون میاشتې راهیسې، پاکستان د اېف ای ټي اېف او آسیا - پیسفک ډلې (ای پي جي) سره د پیسو مینځلو پر ضد او د ترهګرۍ تمویل مخنیوي رژیم پیاوړي کولو او د هغې سټراټیجیکی او د وسله والو د مالي سرچینو تړلو لپاره د لوړې کچې سیاسي ژمنې کړي دي.

اېف ای ټي اېف ویلي که څه هم پاکستان د مني لانډرنګ او ترهګرۍ لپاره کارېدونکو پېسو د مخنيوي په لړ کې ځېني گامونه پورته کړي خو زیاتوي چې " پاکستان باید د خپل سټراټیژیک نیمګرتیاو د لارې کولو لپاره د خپل عمل پلان باندې کار وکړي "

پاکستان دعوه کوي چې د ترهګرو دمالي سرچینو د تړلو اؤ دناقانونه پیسو دلیږد مخنیوي دپاره یې یو شمیر عملي ګامونه اخستي چې پکې په تندروه ډلو د بندیز اؤ دهغوئ دپنګو کنګل کولو ګامونه هم شامل دي.

خو نړیواله اداره وایي چې د ناقانونه پیسو د مخنیوي اؤ د ترهګرو د مالي سرچینو وچولو لپاره به پاکستان ته نور ګامونه هم اخستل وي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG