لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه محمود قرېشي وايي سبا د طالبانو د پلاوي سره خبرې کوو


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وايي طالبانو ته يې پاکستان ته د راتګ بلنه ورکړې او د هغو سره په تماس کې پاتې شوي او سبا به ورسره ليده کاته کوي چې ترمنځ يې کومې خبرې وشوې هغه به بيا شريکې کړي.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه د طالبانو پلاوی پاکستان ته رارسېدلی خو په سرکاري توګه په دغه اړه کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین پرون په ټويټر ویلي چې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو هیئت به "د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې پر وروستیو جریاناتو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ولسي تګ راتګ او تجارت د اسانتیاوو برابرولو او نورو اړوند موضوعاتو په هکله خبرې وکړي."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي نن د ګل/ دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وېنا کې وويل د طالبانو پلاوي له دې وړاندې هم د پاکستان سفر کړی او له هغې وروسته بيا په فرورۍ کې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون وشو او تراوسه پورې په دغه لړ کې ډېر پرمختګ شوی دی.

هغه وويل په وروستيو کې د چين په سفر کې يې هم د چين د بهرنيو چارو د وزیر سره د کشمیر د مسلې ترڅنګ د افغانستان په اړه هم تفصيلي خبرې اترې شوي دي.

او چين هم د افغانستان د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوي او د روغې کردار يې هم پکې ترسره کړی دی.

دا چې د طالبانو پلاوی به په پاکستان کې څو ورځې وي او د چا چا سره به ليده کاته کوي قرېشي په دغه اړه څه ونه ويل.

هغه زياته کړه په افغانستان کې ډېر خلک ګڼي چې د افغانستان د سولې او ثبات او خوشحالۍ په لړ کې پاکستان رول ترسره کولی شي.

خو نوموړي د هند د نوم اخستو پرته وويل چې "ځینې عناصر دي او د پاکستان په ختيځ کې چې کوم ګاونډي دی هغه نه غواړي چې حالات سم شي او مونږ څو ځله دغه خبره کړې ده چې ځينې خلک شته چې وران کاري دي او هغوی غواړي چې غلط فهمۍ جوړې کړي خو د افغانستان زيات اولس او چارواکي اوس امن غواړي هغوی ته ډېر تاوان اوختی دی، د افغان مسلې حل سياسي دی او اوس پکې پرمختګ هم شوی دی".

قرېشي زیاته کړه "پاکستان په افغانستان کې لاس وهنه نه کوي په نېک نيتۍ د هغو مرسته کوي لاس وهنه د پاکستان پاليسي نه ده افغانان به خپله فېصله په خپله کوي پاکستان په هغو خپله فېصله نه شي منلی".

هغه وويل پاکستان غواړي چې زر تر زر بېن الافغاني خبرې روانې شوي ، افغانستان يو خپلواکه هېواد دی پاکستان يې مني او ورته احترام لري او غواړي چې د افغانستان سره د ورورولۍ اړيکې ولري.

د طالبانو د پاکستان د تازه سفر په اړه په سمدستي ډول کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.

خو تېر کال د اکتوبر په مياشت کې چې طالبانو د اسلام اباد سفر کړی ؤ هغه وخت د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي په خپل یو بیان کې د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ اسلام اباد کې د شوؤ لیدنو هرکلی کړی ؤ او هیله یې ښودلې وه چې پاکستان به داځل افغانستان کې د سولې دپاره په اخلاص ګامونه واخلي.

خو د افغان ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د صبغت الله بيان د هغه شخصي نظر بللی او زیاته کړې يې وه د سولې تګ لاره ارګ جوړوي او په دې اړه یې جوړه شوې پالیسۍ اعلان کړې هم او د بهرنيو چارو د وزارت د وياند بیان د افغان حکومت رسمي دريځ نه دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG