لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې په طالبانو دملګرو ملتونو دبندیزونو پرېکړې عملي کړي،دافغان دولت ټېنګار


دافغانستان حکومت په پاکستان ټینګار کړی چې طالبانو ته په منسوبو افرادو اؤ ډلو دسفرونو دمحدودیت،د وسلو د تحریم اؤ مالي سرچینو وچولو په اړه دملګرو ملتونو دامنیت شورا پرېکړه لیکونه هم عملي کړي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې دافغانستان د ملي امنیت شورا غونډه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ تیر ماښام په ارګ کې شوې چې پکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپاره شوي سند بحث شوی دی.

دا غونډه په داسې مهال شوې چې پاکستان ته دطالبانو دمرستیال مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د قطر څخه دطالبانو یو لوړپوړی پلاوی په سفر ورغلی.

اؤ ددې سفر نه یوازې دوه ورځې وړاندې دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت پخپل یو سپارښتنلیک کې دملاغني په شمول په یو شمیر طالب مشرانو دبندیزونو یادؤنه کړې وه.

د ارګ په بیان کې راغلي غونډې څرګنده کړه، د افغانستان دولت او خلک چې د دایمي سولې تامین او د تروریزم د تمویل او تجهیز سرچینو وچولو ته ژمن دي، بشپړ باور لري چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مصوبې او د افغانستان د هڅو په پایله کې جوړې شوې سیمه ییزې او بین المللي اجماع، عادلانه او تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړې.

دبیان له مخې د امنیت شورا غونډه کې وویل شول، توقع کېږي چې د پاکستان لوری هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو د تطبیق په برخه کې عملي اقدامات وکړي.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې په دې اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دریځ به د بهرنیو چارو وزارت له لوري د اعلامیې په خپرولو سره څرګند شي.

تیره ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي مطبوعاتو ته ویلي وؤ دطالبانو پلاوی اسلام اباد ته رارسیدلی اؤ سه شنبه به ورسره دی خبرې اترې وکړي.

تر دې یوه ورځ وړاندې په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین پرون په ټويټر لیکلي وؤ چې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو هیئت به "د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې پر وروستیو جریاناتو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ولسي تګ راتګ او تجارت د اسانتیاوو برابرولو او نورو اړوند موضوعاتو په هکله خبرې وکړي"

خو تېر کال د اکتوبر په مياشت کې چې طالبانو د اسلام اباد سفر کړی ؤ هغه وخت د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي په خپل یو بیان کې د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ اسلام اباد کې د شوؤ لیدنو هرکلی کړی ؤ او هیله یې ښودلې وه چې پاکستان به داځل افغانستان کې د سولې دپاره په اخلاص ګامونه واخلي.

خو د افغان ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د صبغت الله بيان د هغه شخصي نظر بللی او زیاته کړې يې وه د سولې تګ لاره ارګ جوړوي او په دې اړه یې جوړه شوې پالیسۍ اعلان کړې هم او د بهرنيو چارو د وزارت د وياند بیان د افغان حکومت رسمي دريځ نه دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG