لاس رسیدونکی لینک

 
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ایران د امریکا د نورو بندیزونو لګولو غوښتنه رد کړه
تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ایران د امریکا د نورو بندیزونو لګولو غوښتنه رد کړه


واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وایي په پینځلس غړو هېوادونو کې یې پر ایران د نړیوالو اقتصادي بندیزونو په اړه همږغي نه شته ځکه نو د امریکې پر هغه غوښتنه هیڅ اقدام نه شي کولای چې غواړي پر ایران یو ځل بیان بندیزونه ولګېږي.

امریکا د ملګرو ملتونو پر دې پرېکړه خواشیني څرګنده کړې ده، په ملګرو ملتونو کې د امریکې استازې کېلي کرافټ د امنیت شورا پر پرېکړه پخپل غبرګون کې تور لګولی چې وایي د ترهګرو پلوي یې کړې:

"پرېږدئ چې دا خبره سمه روښانه کړم: د ټرمپ انتظامیه ډار نه لري چې په دې برخه کې محدود ملګري لري، زه یواځې افسوس کوم چې د دې کونسل نورو غړو خپله لار ورکه کړې او اوس ځانونه د ترهګرو په ډله کې ولاړ ويني".

د امنیت شورا مشر ډیان تریانشا جاني- چې په دې نړیواله اداره کې د انډونېشیا استازی دی- وایي هغه پوهېږي پر ایران د بندیزونو دریځ یواځې د شورا د یوه غړي دی او نور اکثر غړي ورسره مخالف دي.

ښاغلی جاني وایي د شورا غړي هېوادونو چې پر دې خبره همنظره نه دي، نو دی نه شي کولای په دې برخه کې نور څه وکړي.

تېره اوونۍ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو د نیویارک د سفر په مهال ملګرو ملتونو ته ویلي وو، چې امریکا غواړي د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې د 2015م کال له ایټمي‌ تړونه د سرغړونې په بنیاد یو مېکنزم پر مخ بوځي او پر ایران دې د 2006م کال بندیزونه ولګوي.

خو په دې تړون کې شاملو نورو هېوادونو سمدستي په خپل غبرګون کې ویلي، چې امریکا د 2018م کال په مې میاشت کې له دې ایټمي تړونه وتلې ده او دا حق نه لري چې په ایران د بندیزونو غوښتنه وکړي.

په امنیت شورا کې د روس استازی ویسیلي نیبینزیا وایي هیله من دی چې د امنیت شورا د مشر تر پرېکړې وروسته به دا معامله ختمه شي او امریکا به پر ایران د بندیزونو په دې برخه کې له نورو اقداماتو ډډه وکړي.

بل لور ته امریکا دعوه کوي چې اوس هم په ایټمي تړون کې د مداخلې حق لري ځکه چې وایي له ایران سره په اصل تړون کې امریکا د یو ګډونوال په توګه شامله ده او دا تړون پر ایران د بندیزونو لپاره یواځې د یوه غړي‌ لاسلیک ته اړتیا لري، چې وایي د دې لپاره به امنیت شورا ته یو قرارداد وړاندې کوي.

امریکا د اګست پر 14مه هڅه وکړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د 2015م کال د ایټمي تړون د شرطونو په بنیاد پر ایران د وسلو د بندیز قرارداد نوی کړي چې موده یې د اکتوبر پر اتلسمه پای ته رسېږي، خو دا هڅه یې ناکامه شوه ځکه چې یواځې یوه غړي ډومینکن ریپبلک د امریکا ملاتړ وکړ.

له ایران سره برتانیې، چین، فرانس، روس،‌ جرمني او امریکې ایټمي تړون کړی وو او په هغه کې پر دې خبره اتفاق شوی وو، چې د ایران د ایټمي وسلو جوړولو د مخنیوي د هڅو په بدل کې به پر ایران لګېدلي بندیزونه په تدریجي ډول بیرته اخیستل کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG