لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

تعلیمي ماهرین: د پښتونخوا نصاب له تعلیم وروسته په نوکرۍ موندلو کې مرسته نه کوي


پېښور ـــ په خېبر پښتونخوا کې د تعليمي چارو پوهان او څېړونکي وايي په نصابي کتابونو کې د جديد دور هغه مواد او تحقيق نه دی شامل کړی شوی چې په طالبعلمانو کې تنقيدي سوچ پېدا کوي او د پوهنتونو نه فارغېدو وروسته نوکرۍ ترلاسه کولو کې ورسره مرسته کوي۔ دوی وايي د صنعتي شعبو او تعليمي ادارو تر منځ اړيکي جوړول او په نصاب کې بدلون راوستل د معاشرې د مجموعي ژوند په ګټه دي.

بلخوا د پښتونخوا ټیکسټ بک بورډ چېرمېن وايي کوم زده کوونکي چې تېکنيکي مهارت زده کول غواړي د هغوی د پاره په نصاب کې جدا کورسونه ټاکل شوي دي او په ماشومانو کې د نوي دور سوچ پېدا کولو په عرض په نصابي کتابونو کې مشقونه هم شامل کړل شوي دي.

د پېښور پوهنتون د پيس اېڼد کنفلکټ سټډيز پروفېسر جميل احمد چترالي وايي د هېواد په کچه اوس هم د پخوني دور نصاب ماشومانو ته ښودل کېږي ځکه زده کوونکي د ډګرۍ اخېستو وروسته په روزګار لټولو کې د ستونزو سره مخ وي:

"چې تر څو د تحقیقت اهمیت په قومي پالیسۍ کې نه وي اچول شوی نو نتیجه به یې دا وي چې ته د پوهنتون ډګري واخله یو دوکان، دفتر یا کاروبار به درته ښکاره نه شي چې تاته وایي ستا دا ډګري زما پکار ده، خو که له دغو کاروبارونو یو راوله ورته ووایه په پوهنتون کې مفت تعلیم درکوم چې ستا په کار کې مدد وکړي هغه ته به په پوهنتون کې یوه څانګه هم د کار ښکاره نه شي".

د ياد پوهنتون د مېنيجمنټ ساینسز څانګې استاد ډاکټر ملک شکيل وايي په نصابي کتابونو کې هغه سبقونه شاملول او په تعليمي ادارو کې داسې شعبې جوړول پکار دي چې زده کونکو ته په مستقبل کې د ښو څانګو ټاکلو په اړه پوهه ورکوي:

"په ادارو کې دننه یو داسې برخه جوړول پکار دي چې زما زده کوونکی په دې وپوهوي چې که سرکاري نوکري نه کوي نو ځان ته به کاروبار څنګه شروع کوې او ستا مهارتونه څه دي، موږ له هر زده کوونکي انجینېر، پایلټ او ډاکټر هر څه جوړوو خو نوره ټولنه مو څنګ ته پرېیښې ده".

څېړونکي دا هم وايي چې په ماشومانو کې د تنقيد کولو صلاحيت پېدا کولو باندې په تعليمي ادارو کې کار نه کېږي چې لوی علت يې په دغو ادارو کې د سبق رټه کولو يا زباني يادولو ماحول او د نوو څېړنو کولو کمی بولي.

په دې اړه د پېښور پوهنتون د انګرېزي څانګې استاد ډاکټر امجد سليم وايي په نصابي کتابونو کې هغه مواد نه دی شامل کړل شوی چې په يو زده کوونکي کې تنقيدي سوچ پېدا کړي:

"زموږ سیاسي نظام په بنیادي توګه زده کوونکی تنقیدي سوچ ته یا پرېږدي یا یې نه پرېږدي، که زموږ د نصاب برخه نه ده وجه یې دا ده چې ستا زده کوونکی به له تا تپوس کوي او هغه تپوس به بیا ستا په اختیار کې نه وي جواب به غواړي، نو هغه له سره دې پوښتنې ته پرېښودل کېږي نه".

بلخوا د خېبر پښتونخوا د درسي کتابونو د بورډ مشر رشيد خان پاینده خېل وي او اې ډيوه ته وويل چې کوم زده کوونکي تېکنيکي مهارت ترلاسه کول غواړي نو د هغو د پاره په نصاب کې ځانګړي کورسونه شتون لري:

"په موجوده نصاب کې داسې مشقونه په ماشومانو کېږي چې په هغوی کې مختلفو څيزونو او موضوعاتو ته په نویو زاويو سره د کتلو صلاحيت رابرسېره کېږي".

ماهرين وايي په پاکستان کې د پوهنتونونو نه فارغه شوي يو شمېر زده کوونکو په څېر د ديني مدرسو زياتره طالبعلمان هم د معاشرې په مجموعي ګټه کې د برخې اچولو د پاره لاره نه مومي، دوی زياتوي باید نه يواځې د سکولونو او پوهنتونو نصاب د دور جديد مطابق وضع کول پکار دی بلکې د ديني مدرسو په نصاب کې هم هغه سبقونه او مواد شاملول مهم دي کوم چې د نوي دور ضرورت دی.

  • 16x9 Image

    عبدالرزاق ـ

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

XS
SM
MD
LG