لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې د پاکستان او افغانستان ګډ کاري پلان ته په دوېم ځل کتنه کیږي


د پاکستان د بهرنيوو چارو وزارت ويلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې او همبستګۍ عملي کاري پلان (APAPPS)ته په دوېم ځل کتنه نن په 31 اګست په کابل کې کيږي.

پاکستان ويلي د پلاوي مشري به يې د بهرنيو چارو سېکتر سهېل محمود کوي، او د افغانستان د پلاوي مشري به د بهرنيو چارو د وزارت د مرستيال ميروېس سره وي.

دغه رنګ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې ګډه ناسته کې به د امنيت، سولې او دواړو هېوادونو ترمنځ د باور په شريکو چېلنجونو بحث کيږي او حل لاره به يې لټولی شي.

پاکستان او افغانستان د کال 2018م د جولايۍ په مياشت کې د (APAPPS) په نوم کاري پلان په رسمي ډول پرانسته کړې وه.

د دغه کاري پلان په چوکاټ کې د سياسي سفارتي، پوځي امنيتي، استخباراتي، اقتصادي يا سوداګرۍ او کډوالو د چارو دپاره ګروپونه جوړ کړی شوي وو چې په خپلو برخو کې به کار کوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي د ياد کاري پلان لاندې به پينځه ډلې شتون لري، چې د ترهګرۍ پرضد جګړه، د دوه اړخیزه اقتصاد پراخولو، امنيتي همکارۍ، کډوالو، سياسي همکارۍ او د افغانستان د سولې د خبرو په لړ کې به د يو بل سره بحثونه کوي.

د (APAPPS) کاري پلان ته د کتنې دپاره لومړۍ غونډه په کال 2019م کې د جون په لسمه په اسلام کې شوې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي د کابل په ننۍ ناسته کې په تېره ناسته کې په شوؤ پرېکړو عملي کېدو ته کتنه کيږي.

پاکستان او افغانستان دواړه (APAPPS) ته د دواړو هېوادونو ترمنځ پع دوه اړخيزه اړيکو تر ټرلو جامع پلېټ فارم بلي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ دا ناسته په داسې وخت کې کیږي چې د افغانستان د سولې د خبرو د پروسې عمل روان دی، او په وروستيو کې د طالبانو د قطر د سياسي دفتر پلاوي د اسلام اباد سفر کړی ؤ.

پاکستان وايي په افغانستان کې سوله غواړي او په دغه لړ کې د سهولت کارۍ رول ترسره کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG