لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم، وکيلانو او ژورنالسټانو د احمد نوراني پرضد د کمپاين او دهړکو غندنه کړې


ژورنالسټ احمد نوراني
ژورنالسټ احمد نوراني

د پاکستان د بشري حقونو سازمان اېچ ار سي پي، د وکيلانو سازمان پاکستان بار کونسل او د خبريالانو تنظيم پي اېف يو جی په يو ګډ بيان کې خبريال احمد نوراني ته د مرګ د دهړکو او د هغه په ضد د روان کمپاين په سختو ټکو کې غندنه شوې ده.

په بيان کې ويل شوي ويل شوي چې دوه کاله وړاندې په خبريال احمد نوراني باندې په اسلام اباد کې حمله شوې وه خو په دې حمله کې ککړ ملزمان لا هم نيول شوي نه دي.

په دې ګډ بيان کې ويل شوي د پاکستان ميډيا چې اوس د کومو بندېزونو سره مخ ده، د هغې مثال په مارشل لا دور کې هم نه ليدل کېږي.

دا کمپاين او دهړکې له هغې وروستو مخې ته راغلي چې خبريال احمد نوراني د وزيراعظم د اطلاعاتو لپاره ځانګړی سلاکار، د چين پاکستان اقتصادي پروژې يا سي پېک اتهارټۍ مشر عاصم سليم باجوه د کورنۍ د امريکا پشمول په څلورو هېوادونو کې د اربونو روپو د کاروبار خبر مخې ته راوړی ؤ.

عاصم سليم باجوه د پاکستان د پوځ د عامو اړيکو د څانګې اي اېس پي ار او د بلوچستان د کورکمانډر په څوکيو هم پاتې شوی دی.

د وزيراعظم د سلاکار په حېث په دې ورستيو کې عاصم سليم باجوه ليکل ورکړي چې د هغه د ښځې په نوم کوم جايداد نشته خو خبريال احمد نوراني په خپل خبر کې دعوه کوي چې د هغه د کورودانې فرح زېبا په کېنېډا، متحده عرب اماراتو او امريکا کې جايداد لري او په دې لړ کې د دغه جايدادونو رسمي ثبوتونو ورکولو دعوه هم شوې ده.

د فېکټ فوکس په نوم وېب پاڼې دغه رپورټ خپور کړی او په ټولنيزو رسنيو دا بحث هم روان دی چې بايد عاصم سليم باجوه مستند ثبوتونه ورکړي، بل اړخ ته د احمد نوراني په ضد هم دا کمپاين روان دی او ځيني خلک دا تورونه لګوي چې احمد نوراني د پاکستان او د سي پېک په ضد کار کوي.

د خبريالانو د سازمان پي اېف يو جی مرکزي عمومي سېکتر ناصر زېدي دغه کمپاين په سختو ټکو غندلی او وايي که د احمد نوراني په رپورټ کې کومې غلطې دعوې شوي د هغې لپاره قانوني لارې شته، د پاکستان عدالتونه ازاد دي، که څوک کومه اندېښنه لري بايد عدالتونو ته لاړ شي.

بل اړخ ته عاصم سليم باجوه د خبريال احمد نوراني دغه خبر ردوي او په ټولنيزو رسنيو ټوېټر يې دا د هغه د کورنۍ د بدنامولو هڅه ګرځولې.

بل اړخ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي د مستندو ثبوتونو بغېر د چا په ضد خبر ورکول اوس يوه عامه خبره ده او د دې خبر په اړه به سپيناوی ډېر ژر مخې ته راشي.

دا هر څه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان د ټي وي چېنلو د څار ادارې پېمرا د يو ټي وي چېنل 24 اجازت نامه ځنډولې او دوي وايي چې دا ګام د ياد ټي وي چېنل له خوا د مذهبي جذباتو راپارولو موادو خپرولو په ضد پورته کړی شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG