لاس رسیدونکی لینک

 
افغان حکومت قطر ته د مرکچي پلاوي تر لېږلو مخکې 200 نور طالبان خوشي کړي
تازه خبر

افغان حکومت قطر ته د مرکچي پلاوي تر لېږلو مخکې 200 نور طالبان خوشي کړي


واشنګټن ـــ په داسې حال کې چې ټاکل شوې د بین الافغاني خبرو تر پیلېدو مخکې افغان حکومت خپل مرکچي پلاوی قطر ته ولېږي، د طالب بندیانو 200 تنه یې نور هم خوشي کړي او تمه څرګندېږي چې پاته یو سل شل بندیان به هم ژر خوشي کړي.

ولسمشر غني پرون په کابل کې د سولې له مرچکي پلاوي سره په غونډه کې ویلي "دولت د سولې پروسه کې خپلې ټولې هغه ژمنتیاوې چې نړیوالې ټولنې یې هیله لرله عملي کړي. د طالب زندانیانو ازادول سولې ته د دولت د ژمنتیا څرګند ثبوت دی".

دوو افغان چارواکو د شورو- چارشنبې په ورځ وویل چې د کابل له مرکزي زندان پلچرخي او د کندهار له زندانه یو شمېر طالبان خوشي شوي، بل لور ته طالبانو هم له ځان سره ساتلي د افغان کمانډو ځواک شپږ تنه خوشي کړي دي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د طالب بندیانو د خوشي کېدو خبره تایید کړې خو شمېر یې نه دی یاد کړی. نوموړي ویلي د بندیانو د تبادلې کار لا هم روان دی، خو وایي د تبادلې پروسه دوه اړخیزه ده:

"د سولې پروسه کې د دولت ژمنې د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو په رڼا کې ترسره کېږي. موږ منتظر یو چې طالبان د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اسیرانو د خوشي کولو په اړه خپلې ژمنې بشپړې کړي".

طالبانو د خپلو بندیانو د خوشي کېدو شمېر نه دی ویلی، خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې د بندیانو خوشي کېدل تایید کړي او وایي دا کار باید پخوا لا شوی وای. نوموړي ویلي په پلچرخي، بګرام، کندهار او نورو ولایتونو کې د پاته څلور سوه بندیانو د خوشي کېدو بهیر پیل شوی او لوی شمېر یې خوشي شوي دي:

"هیله من یو چې د [بندیانو د خوشي کېدو] بهیر به په راتلونکو دوو ورځو کې بشپړ شي".

که څه هم افغان حکومت طالبان ملامتوي چې وایي د بین الافغاني خبرو ځنډ ته پلمې لټوي خو طالبان بیا افغان حکومت ګرم بولي چې وایي د بندیانو خوشي کولو په مخ کې خنډ جوړوي او خبرې یې شپږ میاشتې وځنډولې. ذبیح الله مجاهد لیکلي:

"له تړون سره سم کله چې هم د بندیانو د خوشي کېدو بهیر بشپړ شي موږ تیار یو چې سمدستي بین الافغاني غونډې پیل کړو".

که څه هم د بین الافغاني خبرو کره نېټه او د خبرو ایجنډه لا نه ده څرګنده خو افغان حکومت ټینګار کوي چې په پیل کې به طالبان په افغانستان کې دایمي ډزبندۍ ته تیار کړي. د ارګ ټویټر پاڼې له مخې ولسمشر غني پرون بیا په دې اړه ویلي:

" د افغانستان د خلکو هیله دا ده چې د سولې په مذاکراتو کې د تاوتریخوالي پر کموالي او دایمي اوربند توافق وشي، تر څو ژر تر ژره تلپاتې او باعزته سولې ته چې زموږ د ټولو هیوادوالو هیله ده ورسېږو".

ولسمشر غني او د ملي روغې جوړې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په کابل کې د سولې له 21 کسیز مرکچي پلاوي سره لیدلي او ویل کېږي چې دغه پلاوی به نن له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته سفر وکړي، خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG