لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: په چاؤدنه کې څلور تنه ژوبل شوي


د بلوچستان صوبې په سر ښار کوټه کې په يوه چاؤدنه کې لږ تر لږه څلور تنه ژوبل شوي دي، پولیس وايي د چاؤدنې نوعيت مالوموي.

د کوټې د پوليسو په وېنا دا چاؤدنه نن د جمعې په ورځ د جومات مخې ته شوې ده.

د کوټې د پوليس مشر عبدالرزاق چيمه په وېنا چاؤدنه هغه وخت شوې چې کله خلک د جمعې د نمانځه نه بهر را ووتل.

د کوټې د سول روغتون ویاند وسیم بیګ وایي د چاؤدنې درې ټپیان د روغتون ټروما سنټر ته راوړل شوي دي. په روغتون کې د ټپيانو درملنې لپاره بیړني حالت اعلان شو.

راپورونه وايي د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دی.

د عبدالررزاق چیمه په خبره د د پلټنو لپاره د پولیسو ځانګړی ټیم د پیښې ځای ته روان شوی دی ترڅو په سیمه کې د پېښې د پلټنو عملیات ترسره کړي.

پولیس چارواکي ويلي د چاؤدنې علت نه دی مالوم شوی خو د چاؤدنې له امله په ځای ولاړې درې موټرسايکلې تباه شوي دي.

د سرياب پوليس تاڼې يو چارواکي ياسر ويلي ښکاري چې په يو موټر سايکل کې چاؤدېدونکي مواد ځای په ځای کړی شوي ؤ خو زياتوي پخلی نه شي کولی او د چاؤدنې اصل نوعيت د پلټنو وروسته مالوم شي.

په سمدستي ډول د چاؤدنې زمه واري چا نه ده منلې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG