واشنګټن ــــ له امریکې او برازیل هېوادونو وروسته د پاکستان ګاونډی هېواد هند په نړۍ کې درېیم هغه هېواد دی چې تر ټولو زیات خلک یې په کرونا وایرس اخته شوی دي چې تر 41 لکه کسانو زیات شوی دی.
د رپوټونو له مخې په تېرو څلرویشت ګنټو کې په هند کې 90 زره نورو کسانو ته کرونا وایرس ور پورې شوی او تر 1000 زیات کسان پکې مړه شوي دي او لا هم دغه ناروغۍ په تېزۍ پکې خپرېږي.
په هند کې له کرونا وایرس د ټولو مړیو شمېر 70 زره شپږ سوه ته رسېدلی او تر اوسه یې 31 لکه تنه له دې ناروغۍ بیرته روغ شوي دي.
هندي چارواکي وایي کرونا وایرس دا مهال په هند کې د لویو ښارونو لکه ډیلي او ممبۍ په ګډون کلیوالو سیمو ته هم ور خپور شوی چې وایي هلته د روغتیایي اسانتیاوو د کموالي له کبله زیات خلک پرې اخته کېږي.
له کرونا وایرسه تر ټولو هېوادونو امریکا زیاته اغېزمنه ده چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر یې 63 لکه تنو ته رسېدلی او تر اوسه یې یو لک 90 زره تنه یې مړه شوي دي، خو تر اوسه یې 37 لکه تنه بیرته جوړ شوي هم دي.
پر دویم نمبر د لاتینې امریکې برازیل هېواد کرونا وایرس زیات اغېزمن کړی چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر یې تر 41 لکه او لس زره کسانو زیات شوی دی او ټول یې یو لک 26 زره تنه مړه شوي دي.
د هند حکومت په تېره مارچ میاشت کې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره کله لاک ډاون لګولی وو خو وروسته یې د سختو اقتصادي حالاتو له کبله نرمي راوسته. دي هندو ورځپاڼه وایي په تېرو پینځو ورځو کې په نړۍ کې د کرونا وایرس له ټولو پېښو څخه 28 فیصده یواځې په هند کې ریکارډ شوې دي.
هندي رسنۍ وایي په دې هېواد کې د کرونا وایرس د پېښو د زیاتوالي یوه وجه د ټیسټونو زیاتېدل دي. وایي یوه اوونۍ مخکې به د ورځې پینځوس زره ټیسټونه کېدل خو د تېرې جمعې په ورځ 93,000 ټیسټونه شوي دي.
د هندوستان پخوانی صدر پرناب مکرجي هم تېر میاشت په کرونا وایرس اخته شوی وو او د ستمبر په لومړۍ نېټه د 84 کالو په عمر له همدې ناروغۍ مړ شو.