لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په دوه پېښو کې د پاکستان د اېف ـ سي ځواک پينځه سرتيري وژل شوي


د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په دوه بېلابيلو پېښو کې د ملېشې (اېف ـ سي) ځواک پينځه سرتيري وژل شوي دي.

د چارواکو په وېنا په يوه پېښه کې چاودنه او په بله کې په امنيتي ځواکونو بريد شوی دی.

پوليس چارواکو ځايي ميډيا سره په خبرو کې تاييد کړې چې د زيارت/ پنجشنبې په ورځ په کوټه کې په موټر سايکل کې اېښودی شوو بارودي موادو ته چاودنه ورکړی شوې او د اېف ـ سي ځواک ګادی پکې په نخښه شوی دی.

چارواکو ويلي ويلي په مغربي بايي پاس شوې چاودنه کې د ملېشې يو سرتيری په ځای وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

په بلوچستان کې بله پېښه په کوهلو ضلع کې شوې او په يوه چيک پوسته وسله وال بريد شوی دی.

ويل شوي په بريد کې څلور سرتيري وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی.

د راپورونو ترمخه د یادې پېښې زمه واري بلوچستان لبرېشن ارمي نومې ډلې منلې ده.

د پاکستان پوځ ویلي په 14م فرورۍ د شپې په کچلاک ضلع کې د اېف ـ سي په چيک پوسته بريد شوی او يو سرتيری پکې وژل شوی وو.

په بلوچستان صوبه کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي، امنيتي سرتيري، خواريکښ او عام کسان هم په هدف کيږي.

روانه مياشت د قلات په منګوچر سيمه کې د نامالومو وسله والو په بريد کې درې خواريکښ وژل شوي وو.

په دوهمه جنورۍ د بلوچستان په مچهـ سيمه کې لس تنه هزاره خواريکښ وژل شوي او زمه واريې داعش منلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG