دپاکستان دخارجه وزارت یو شمیر افسرانو بهرنیو هیوادونو کې د خپلې خوښې دکسانو په مهمو چوکیو د ګمارنې په ضد محکمې ته مراجع کړې ده اؤ دریځ یې خپل کړی دی چې په دې ټاکنو کې د دکال ۲۰۱۵م دجوړې پالیسۍ څخه په بشپړ ډول سرغړونه شوې ده.
دپاکستاني رسنیو له مخې دخارجه وزارت یو شمیر افسرانو اسلام اباد هائیکورټ ته عریضه کړې چې په دې وروستیو کې ګڼو هیوادونو کې په سفارتي منصبونو کومې ګمارنې یا ټاکنې شوي هغې کې وړ کسان له نظره غورځول شوي اؤ دخپلې خوښې کسانو ته مهمې سفارتي دندې سپارل شوي دي.
عریضه کې ویل شوي چې کال ۲۰۱۵م کې بهرنیو هیوادونو کې دسفارتونو دننه د ذمه واریو ترسره کولو اؤ تبادلو دپاره یوه نهه کسیزه کمټيه جوړه کړل شوې چې دغه کمیټه به د ذمه واریو سپارلو نه وړاندې دهر افسر ارزؤنه اؤ هغوئ وړتیا ته به بشپړه کتنه کوي.
عریضه کې زیاته کړل شوې چې په روان کال کې دهیواد نه بهر سفارتونو کې په مهمو دندو کوم افسران ټاکل شوي دهغوئ په ټاکنه کې یاده کمیټه په نظر کې نه ده نیول شوې اؤ ټولې پرېکړې پخپل سر شوي دي.
په دغه خواست یا عریضه کې دا هم ویل شوي چې افسرانو دا معامله څو کرته د خارجه وزارت سره راپورته کړې خو چارواکو پرې ځان ناجاڼه کړی دی.
عریضه کې د اسلام اباد هائیکورټ نه غوښتنه شوې ده چې د خارجه وزارت د پالیسۍ په ضد شوې دا اوسنۍ تبادلې اؤ ګمارنې باید ناچله وګرځول شي اؤ خارجه وزارت ته دې امر وکړل شي چې په ګمارنه اؤ تبادلو کې دې د۲۰۱۵م په تګلاره په بشپړ ډول عمل وکړل شي.
اسلام اباد هائیکورټ ته دغه عریضه دخارجه وزارت د ولسي سفارتکارۍ دڅانګې ډائریکټر ماجد لوهي،ډائریکټر شاهد اقبال،زاهد ظفر،افغانستان ،بحرین اؤ هانګ کانګ کې دپاکستان قونصلرانو اؤ یو شمیر نورو لوړ پوړو افسرانو کړې ده.
دپاکستان خارجه وزارت په کال ۲۰۱۵م کې دهیواده بهر سفارتونو کې د ذمه وایو سپارلو اؤ تبادلو دپاره یوه نهه کسیزه کمیټه جوړه کړې ده اؤ دغه کمیټې ته مسولیت ورکړل شوی چې دهیواده بهر د څومره سفارتکارو ټاکنې یا تبادلې کیږي دهغوئ نه به کمیټه انټرویو ګانې اخلي،مسلکي وړتیا به یې ارزوي اؤ ټاکنه یا تبادله کې به دهغوئ خوښه هم معلوموي.
خو اوس دبهرنیو چارو د وزارت افسران وایي چې په نوؤ ګمارنو اؤ تبادلو کې دغه هیڅ اصول په نظر کې نه دی نیول شوي اؤ نیغ په نیغه د خپلې خوښې کسانو ته د هیواد نه بهر په ههمو منصوبو ذمه وارۍ سپارل شوي دي.
دپاکستان حکومت یا دخارجه وزارت د یادو تورونو په هکله لا په سمدستي ډول څه رقم سپیناوی نه دی کړی