لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مومندو د مرمرو کان د نړېدو په پېښه کې مړي 19 شول خو د نورو اندېښنه هم شته


پېښور ــــ د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا د معدنياتو سلاکار عارف احمدزی وايي د مومندو د زيارت ماربل غر نړيدو په پېښه کې د مړو شمېر 19 ته رسېدلی او شاوخوا شل تنه ټپیان دي، خو وایي امدادي کارونه روان دي، تر کاڼو لاندې د بندو کسانو کره شمېره نه ده معلومه او انديښنه ده چې د مړو شمېر زيات شي.

عارف احمدزی وایي د مرمرو دا درنګونه خطرناک ګڼل شوي وو او کار پکې له ډېره وخته درول شوی وو. وایي پلټنې به کوي چې دا پېښه څنګه وشوه:

"په دې ځای باندې کار بند وو نو که اوس پکې د ماربلو لپاره چاودنه شوې وي دا به بالکل غیرقانوني شوې وي".

د مومندو ضلعې د صافو تحصیل په زیارت کلي کې د ماربلو یا سنګِ مرمر غر د ګل- دوشنبې په ماځیګر را وښویېد چې له کبله یې د مرمرو غټ کاڼي لاندې را ولوېدل او په درنګ کې لسګونه مزدوران تر لاندې شول.

د سیمې اوسېدونکی ایوب خان وایي دوه وروڼه یې تر کاڼو لاندې ګېر دي، وايي د ډېر غربت له وجې یې دې مرګونې مزدورۍ ته غاړه ایښې وه. ایوب خان وایي‌ د وروڼو غم بې حاله کړی دی:

"موږ اووه وروڼه وو دوه مو په دې درنګ کې ګېر دي، د یوه پینځه بچي دي د بل څلور بچي دي. غریبي وه خواري غریبي یې کوله ګوزاره مو نه کېده".

اسماعیل خان د پېښې یو عیني شاهد دی، هغه وایي دلته په سلګونو مزدوران او د ټرکونو ډرېوران موجود وي خو وایي نه د مزدورانو لپاره د کار په وخت حفاظتي انتظامات شته او نه په داسې بیړنیو حالاتو کې د ژغورنې څه انتظام موجود دی:

"دلته هیڅ بندوبست نه شته ډاکټر یې له ښار نه ورته را غوښتي وو، نه مشینرۍ راغلې، د ژغورنې خلک راشي په ګټو [ډبرو] کې وګرځي خو مشینري ورسره نه شته چې ګټې پرې اوچتې کړي".

د مومندو ډپټي کمېشنر افتحار عالم وي او اې ډيوه ته وويل په ملبه کې له څلوېښتو تر پینځوسو پورې کسانو د ګېرېدو اطلاع ورته شوې ده خو وایي په کره توګه هيڅ نه شي ویلای چې څومره کسان د ملبي لاندې شوي دي.

په زيارت ماربل غر کې ګڼ شمېر درنګونه دي چې د بارودي موادو په وسیله ماربل ترې را ایستل کيږي او د روزانه په حساب ترې په لسګونو ټرکه ماربل وړل کيږي، ځايي خلک وايي په درنګونو کې د داسې بيړني حالت د پاره کوم انتظام نه شته خو نیزدې ورته په مامد ګټ سيمه کې يو روغتون جوړ شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG