لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد:‌ پر امرالله صالح برید د ورانکارو له خوا د سولې د خبرو د فرصت زیانمنول دي


واشنګټن ـــ په کابل کې د امرالله صالح پر کاروان تر برید څو ګنټې وروسته د افغان سولې لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا د سولې د بین الافغاني خبرو د خرابولو هڅه بللې خو وایي "افغانان به یې په دام کې ونه لویږي".

خلیلزاد د شورو- چارشنبې په شپه ناوخته په انګرېزي، پښتو او دري ژبو پرله پسې ټویټونه وکړل او ویې ویل چې د سولې د خبرو له را نیژدې کېدو سره "ورانکاري پخپلو دې هڅو کې لا نور ناهیلي کیږي چې دغه تاریخي فرصت زیانمن کړي":

"د امرالله صالح پر کاروان ننی برید یې وروستۍ بیلګه ده. له نیکه مرغه هغه ژوندی ترې راووت. له بده مرغه، دغه ترهګریز برید ډېرو نورو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله".

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د شورو- چارشنبې په سهار وختي له خپل کوره د خپلو ساتونکو په بدرګه خپل دفتر ته روان وو، چې پر موټر یې بمي چاودنه وشوه او په نتیجه کې یې لس تنه و وژل شول او د ده د ساتونکو په ګډون ګڼ کسان پکې ټپیان شول.

زلمي خلیلزاد وایي د سولې بریالی بهیر، د افغانستان د اوږدې جګړې د ختمولو یواځینۍ لار ده. خلیلزاد زیاتوي چې د سولې لپاره د افغانانو د پراخو هیلو پوره کول به په دوو مرکچي ډلو او او د هغوی په مشرانو پورې اړه ولري:

"تاریخ څرګنده کړې کله چې د سولې فرصت نږدې شي، ورانکاري یې د درولو لپاره له هیڅ ډول هڅې سپماوی نکوي. افغانان به یې په دام کې ونه لویږي".

پر امرالله صالح د برید ذمه واري تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې دا برید په دوی پورې اړه نه لري، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د دې برید شک پر حقاني ډلې څرګندوي:

"له ابتدایي معلوماتو ښکاري چې د ولسمشر پر لومړي مرستیال محترم امرالله صالح باندې په برید کې نایټروګلېسرین+ آر ډي ایکس+ ایچ ایم ایس مواد کارول شوي. موادو او برید ته په کتو هغو بریدونو ته ورته دی چې ذمه واري یې حقاني شبکې پر غاړه اخیستې ده".

د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم پر خپل لومړي مرستیال امرالله صالح بمي برید غندلی او ګواښ یې کړی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د "ترهګرو" په وړاندې په کلکه مبارزه کوي:

"تروریستان او د دوی بهرني ملاتړي د دغسې جنایتونو په ترسره کولو سره پر سوله، جمهوریت او د هیواد روښانه راتلونکي چې زموږ د هیوادوالو لویې او اساسي غوښتنې دي، د خلکو کلک باور نشي کمزوری کولی".

امرالله صالح پر ده باندې تر برید څو ګنټې وروسته په یوه ویډیو کې وویل، چې په برید کې دی او د ده زوی ډېر لږ ټپیان شوي دي خو د عامو خلکو پر وژنو او د خپلو ساتونکو پر ټپي کېدو یې خفګان څرګند کړ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG