لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: غلو په موټروی په يوه ښځه جنسي تيری کړی


د پولیسو په وېنا په ګوجرپوره علاقه کې يوه ښځه چې د ماشومانو سره په موټروی روانه وه په مبينه توګه ورسره دوه غلو د وسلې په زور جنسي تيری کړی دی.

د پوليسو په وېنا دغه ښځه د لاهور نه ګوجرانوالې ته د خپلو بچو سره روانه وه او چې کله د لاهور-سيالکوټ ټول پلازې څخه اوړېدلې په ګاډي کې ورته پټرول ختم شوي دي او هلته بيا په مبينه توګه د غلو ښکار شوې ده.

د يادې پېښې په اړه درج شوي رپورټ (اېف ايي ار) کې د ښځې خور ويلي، چې خور (ثنا) ته يې په موټر کې پټرول ختم شوي او هغه په موټر دپاسه د مرستې دپاره ولاړه وه.

په ټولنيزو رسنيو خپور اېف ايي ار کې ويل شوي په دغه مهال دوه تنه راغلي د ثنا د ګاډي شيشه يې ماته کړې هغه او بچي يې د ګاډي نه کوز کړي د موټر څنګ ته ځنګل ته يې بوتللي دي.

هغې دعوه کړې چې د خور سره يې غلو وار په وار په زوره جنسي تيری کړی او په تلو کې يې ترې نقدې پېسې (يو لاک روپۍ) او کالي (زر) هم وړلي دي.

په ټولنيزو رسنيو ټویټر د جنسي تيري کوؤنکو په ښکاره د تېزندي کولو دپاره د (#PublicHangingOfRapists) لاندې ټويټس هم کيږي.

پښتنې فعالې او د ښځو د حقونو دپاره کارکوونکې شاد بېګم په ټويټر د يادې پېښې (په موټر د ښځې سره د جنسي تيري)، په پېښور کې د نرښځي د وژنې او په کراچۍ کې د کم عمره ماشومې سره د جنسي تيري او په تشدد د وژنې د خبر سره پوښتنه کړې چې ايا د دې پېښو سنجيده پلټنې به وشي؟

هغه بيا ويلي، هېش ټيک نور ډېره ګټه نه لري، زه خفګان محسوسوم چې په ښځو، ماشومانو او نرښځيانو سره د دغه ډول وحشي عملونو يواځې غندنه کوم. هغې بيا پوښتنه کړې چې ايا زه د خپلې ټولنې نه دغه تمه لرلی شم چې د دې ناوړه جرمونو په وړاندې رايو ځای شواو مخنيوی یې وکړو؟.

د پنجاب پوليس مشر (ايي جي) انعام غني ويلي، دوی د پېښې پلټنې پېل کړي او دعوه يې کړې ده چې د موقعې نه يې شواهد ترلاسه کړي او په پېښه کې د مشکوک کسانو د کلي د مالومولو پورې رسېدلي دي.

د (جيو نيوز) سره په خبرو کې هغه ویلي د پېښې د پلټنو دپاره يې د پوليس ډلې جوړې کړي او دوی ډېر مالومات ترلاسه کړي هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG